ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ترکیه کې د سیاستوالو له خوا د ملي مقاومت عالي شورا رامنځته کېدل اوازه ده

په ترکیه کې د سیاستوالو له خوا د ملي مقاومت عالي شورا رامنځته کېدل اوازه ده

author avatar
20 Oct 2021 - 16:12
په ترکیه کې د سیاستوالو له خوا د ملي مقاومت عالي شورا رامنځته کېدل اوازه ده
author avatar
20 Oct 2021 - 16:12

کابل (پژواک، ۲۸ تله ۱۴۰۰): یو شمېر سیاستوالو په ټولنیزو رسنیو کې، په ترکیه کې د ملي مقاومت شورا جوړېدو موضوع رد کړې او هغه یې فېسبوکي اوازه بللې ده.

ادعا:

له تېرې ورځې راهیسې د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي په ترکیه کې د ملي مقاومت شورا د جوړېدو موضوع خپروي.

په دغه مطلب کې د دعوت اسلامي ګوند مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د جنبش ګوند مشر مارشال دوستم، د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي، د اسلامي جمعیت ګوند غړي عطامحمد نور، محمد محقق او یونس قانوني د یادې شورا غړي بلل شوي دي.

د یادې شورا په حواله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوریت نظام له ړنګېدو وروسته یو شمېر ګوندونو، ډلو او د هېواد مطرح څېرو مسوولیت احساس کړی او له وضعیته د هېواد او ملت د خلاصون لپاره یې د «افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت عالي شورا» په نوم جبهه جوړه کړې او په قوي عزم صحنې ته داخل شوي دي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي، که د سیاسي هڅو په پایله کې سوله ونه شوه، دغه شورا به نظامي فعالیت پیل کړي.

حقیقت موندنه:

د افغانستان د ملي جنبش ګوند د مرکزي شورا مرستیال عبدالرووف عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه د دغه ډول تشکیل پر جوړېدو نه دی خبر.

هغه د دې په روښانولو چې ټولنیزو رسنیو کې هر ډول مطالب خپرېږي وویل: ((زه د ګوند د کلیدي مرستیال په توګه تر اوسه له دې موضوع نه یم خبر.))

نوموړی وايي چې تر اوسه د دغه ګوند هيڅ غړی له یادې موضوع نه دی خبر.

په ورته وخت کې محمد کریم خلیلي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې یاده موضوع اوازه ده.

خلیلي زیاته کړې: ((زه پر سوله ییز او مصلحتي تدبیر د ټینګار ترڅنګ په هر سیاسي حرکت کې چې د هېواد او خلکو ګټې په کې نغښتې وي، د دغه ډول شورا د جوړېدو په اړه د یادې خبرپاڼې محتوا له حقیقت لرې بولم، خپله ما او اسلامي وحدت ګوند دغه ډول خبرپاڼه نه ده خپره کړې او نه یې په جوړېدو کې لاس لري.))

د ده په خبره، ښکاره ده چې په دې سخت وضعیت او پېچلي بحران کې چې خلک او هېواد ورسره مخ دي، د سیاسي محورونو او ټولو اغېز لرونکو ځواکونو متحدانه ارادې او ګډو هڅو ته جدي اړتیا ده څو له دې صعب العبور پړاوه په ښه ډول تېر شو.

نوموړي په ډاګه کړه، دوی له ټولو سیاسي لورو سره په اړیکه، تفاهم او چنو کې دي، څو وکولای شي په ښه ډول پر دې ستونزو بریالي شي، د هېواد د ښه راتلونکي لپاره د هیلو دریڅې پرانیزو.

په ورته وخت کې صلاح الدین رباني هم په دې شورا کې خپل غړیتوب رد کړی دی.

هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه څه چې د مقاومت عالي شورا د خبرپاڼې په نوم خپاره شوي، د ځینو سیاسي ګوندونو او جریانونو له مشرانو سره د اسلامي جمعیت ګوند د ځینو غړو او سیاسي جریانونو پورې هیڅ ډول تړاو نه لري.

هغه زیاته کړې، دغه ګوند به په خپلو باارزښته لیدلورو په ټینګار په هيڅ داسې جبهه کې حضور ونه لري چې د هغه اصول، موخې، جوړښت او انساني عناصر یې د دغه ګوند له ارزښتونو سره خلاف وي یا پر پورته موضوعاتو توافق ونه لري.

خو استاد عبدرب الرسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، یونس قانوني او عطامحمد نور د مقاومت عالي شورا د جوړښت او غړیتوب او د دې شورا د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

پایله: په ټولنیزو شبکو کې هغه خپور شوی مطلب چې ګواکې د «مقاومت عالي شورا» په نوم شورا جوړه شوې، د محمد کریم خلیلي له خوا اوازه بلل شوې دی او په دې شورا کې یې خپل موجودیت رد کړی دی. صلاح الدین رباني هم په دې ډول شورا کې خپل موجودیت رد کړی او یادو دوو سیاسیونو د ملي مقاومت عالي شورا له ادرسه د خپرې شوې خبرپاڼې په اړه ویلي چې په دوی او ګوندونو پورې یې تړاو نه لري.

حکم: په ترکیه کې د سیاستوالو له خوا د ملي مقاومت عالي شورا جوړېدل یوه اوازه ده.

Visits: 1084

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.