ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په هوتخېلو کې له مېترونو پرته د برېښنا له استفادې د مخنیوي پروګرام پیل شو

د کابل په هوتخېلو کې له مېترونو پرته د برېښنا له استفادې د مخنیوي پروګرام پیل شو

author avatar
21 Oct 2021 - 20:13
د کابل په هوتخېلو کې له مېترونو پرته د برېښنا له استفادې د مخنیوي پروګرام پیل شو
author avatar
21 Oct 2021 - 20:13

کابل (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۰): برېښنا شرکت د کابل د هوتخېلو برېښنا شبکې د اصلاح او په دې سیمه کې له برېښنا د ناسمې استفادې د مخنیوي پروګرام په داسې حال کې پیل کړ چې د پژواک د یوه راپور له مخې، په دې سیمه کې ډېری خلک له مېترونو پرته برېښنا مصرفوي.

پژواک خبري اژانس د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په لومړیو کې یو راپور خپور کړ چې د کابل په هوتخېلو کې شاوخوا درې زره کورنۍ له پنځو کلونو راهیسې د برېښنا د لګښت میلیونونه افغانۍ نه دي تحویل کړې او ګڼې کورونه له مېترونو پرته له برېښنا استفاده کوي.

د برېښنا شرکت دغه ستونزه مني او د هغې لوی لامل د خلکو زورواکي بولي؛ خو وايي چې د دې ستونزې د هواري لپاره یې له خلکو سره په مشوره هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شرکت د کابل په هوتخېلو ساحه کې د شبکې د اصلاح په موخه د دې سیمې له ځینو مشرانو او اوسېدونکو سره لیدلي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رییس مولوي عبدالرحمن رحماني د یادې سیمې مشرانو ته په خطاب کې ویلي، لکه څرنګه چې له برېښنا ناسمه استفاده او غلا د اسلام دین له نظره حرام کار دی او د برېښنا شرکت د دې شبکې د اصلاح او ښو خدماتو وړاندې کولو په برخو کې ژمن دی، خو په دې برخه کې د خلکو همکاري هم اړینه ده.

رحماني زیاته کړې، د برېښنا شرکت په پام کې لري څو د هغو مېترونو په اړه چې په یاده ساحه کې خراب شوي او د هغو کسانو پر وړاندې چې له مېتر پرته برېښنا مصرفوي، اقدام وکړي او د مېترونو د اصلاح بهیر هم سر له ننه ورځې پیلېږي.

هغه د دې سیمې له مشرانو غوښتي چې په یاده سیمه کې له برېښنا د ناسمې استفادې او د غلا د مخنیوي په برخه کې له برېښنا شرکت سره همکاري وکړي.

سرچینې لیکلي چې د کابل برېښنا رییس فضل الرحمن فضلي د برېښنا د دوو مېترونو په ارزولو سره د برېښنا شبکې د اصلاح پروسه په عملي ډول پیل کړه.

د کابل برېښنا رییس زیاته کړې ده چې د برېښنا شبکې اصلاح د برېښنا شرکت له لومړیتوبونو ده او لکه څرنګه چې د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، له خلکو یې وغوښتل څو د برېښنا لګښت د پیسو په ورکړه او برېښنا د تاسیساتو په ساتنه کې جدي پاملرنه وکړي.

د کابل د برېښنا رییس په خبره، له هغو کسانو سره چې له برېښنا ناسمه استفاده کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د دې سیمې اوسېدونکي او مشران د دې ناستې په پای کې ژمنه وکړه چې له نن ورځې وروسته به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې له مېتر پرته برېښنا مصرف کړي او دغه راز به د برېښنا د تاسیساتو او د لګښت د پیسو په تحویلي کې به هم تر بل هر وخت هڅې ډېرې کړي.

پژواک دغه راپور د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.