ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اوړو بیه ۹ سلنه ټیټه شوې ده

کابل کې د اوړو بیه ۹ سلنه ټیټه شوې ده

author avatar
23 Oct 2021 - 15:03
کابل کې د اوړو بیه ۹ سلنه ټیټه شوې ده
author avatar
23 Oct 2021 - 15:03

کابل (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د تېلو او سرو زرو بیه لوړه شوې خو د اوړو بیه یو څه لوېدلې ده.

د قزاقي اوړو بیه یوازې ۹ سلنه ټیټه شوې.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو د پلور بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د اوړو د وارداتو د ډېروالي او د قزاقستان له لوري د ۵۰۰۰ ټنه اوړو مرستې له اعلان وروسته د هغو بیه ټیټه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني نظام له سقوط وروسته، افغانستان چې یو وارداتي هېواد دی، په ټوله کې په وارداتو کې د پام وړ کموالی راغی او د قزاقي اوړو په ګډون د ډېری توکو بیې لوړې شوې وې، درې اوونۍ مخکې د یوې بورۍ قزاقي اوړو بیه ۲۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې وه.

خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې د عمده پلور بیه ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی تور چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ٤٩ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۲۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۹۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۶۰ افغانیو پلورل کېږي.

د تېلو بیه تر ۲ سلنې ډېره لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي تېلو ټانک یوه کارکوونکي د معلوماتو له مخې، د ۷ ورځو په پرتله نن د یوه لېتر بټرولو بیه له ۷۲ څخه ۷۳ افغانيو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۳ نه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې په کابل ښار کې د تېلو د بیو لوړوالی په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیې له لوړوالي سره اړیکه لري.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه تېره شنبې، یو کیلوګرام مایع ګاز په ۸۵ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیه تر څلور سلنې ډېره لوړه شوې ده You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.