ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«۹۵ سلنه هغه سوداګر چې له مخکني حکومت سره یې کار کاوه، اوس له اقینې بندره واردات نه کوي»

«۹۵ سلنه هغه سوداګر چې له مخکني حکومت سره یې کار کاوه، اوس له اقینې بندره واردات نه کوي»

author avatar
24 Oct 2021 - 15:19
«۹۵ سلنه هغه سوداګر چې له مخکني حکومت سره یې کار کاوه، اوس له اقینې بندره واردات نه کوي»
author avatar
24 Oct 2021 - 15:19

میمنه (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): د فاریاب سیمه ییز مسوولین په اقینې بندر کې د عایداتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، په بندر کې د ۹۵ سلنه کاغذپرانۍ او فساد مخه نیول شوې، خو سوداګر وايي، هغه ۳۰ سلنه تخفیف بېرته وضعه شوی چې مالیاتو ته ورکړل شوی و.

د دوی په خبره، ۹۵ سلنه هغه سوداګر چې اوس مهال واردات نه لري، ډېری یې د مخکني حکومت قراردادیان وو چې په زور یا د مالونو د معافۍ په نوم له محصول پرته له ګمرکه تېرېدل، هغه محدود شمېر سوداګر چې مالیه یې ورکوله، د مالیې ۸۰ سلنه یې د شخصي کسانو جېب ته تله.

د وارداتو کمېدل خو په عوایدو کې ډېروالی

د اقینې ګمرک ریاست مرستیال جاوېد مولوي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د اقینې په ګمرک کې صادرات او واردات په عادي او شفاف ډول روان دي، د مخکني حکومت ۹۵ سلنه قراردادي سوداګر چې په زور یا د بښل شوو مالونو په نوم یې مالیه نه ورکوله، اوس فعالیت نه لري، هغه سوداګر چې مالیه یې ورکوله، ۸۰ سلنه پیسې یې د شخصي کسانو جېبونو ته تللې او اوس د ګمرک عایدات د مخکې په پرتله ډېر شوي دي.))

مولوي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د اقینې بندر عایدات څومره شوي؟ وویل: ((د عایدات شمېر یو حکومتي راز دی، رسنیز به نه شي، خو د تېر په پرتله د عایداتو کچه ډېره شوې ده، په هغه صورت کې چې د سوداګرو بانکي محدودیتونه لرې شي، د وارداتو اندازه به هم ډېره او عایدات به لوړ شي.))

نوموړي زیاته کړه: ((اوس مهال د اقینې په سوداګریز بندر کې هيڅ زورواکی او مفسد نشته چې ستونزې جوړې کړي، ترلاسه کېدونکي ټولې پیسې د سیستم له لارې د دولت خزانې ته ځي، هغه پیسې چې د سیستم د ستونزې پر مهال په لومړۍ ورځو کې ټولې شوې وې، ټولې د دولتي بانک حساب ته جمعه شوې، یوه روپۍ نه ده بېځایه شوې.))

په اقینه کې لسګونه لوی سوداګریز تاسیسات شته چې د ده په خبره ډېری د هغو سوداګرو اړوند دي چې له مخکني حکومت سره یې کار کاوه.

مولوي جاوېد په دې اړه وویل: ((په دغو تاسیساتو کې قراردادي توکي، په ځانګړې توګه د دولت تېل او ګاز موجود وو، اوس مهال خوندي دي، اسلامي امارت یې استفاده کوي چې که سوداګر او د تاسیساتو خاوندان وغواړي سوداګرۍ ته دوام ورکړي، ستونزه نشته، هيڅ شی یې نه دي بېځایه شوي، دوی کولای شي واردات او صادرات ولري، خو د مخکې په څېر نه چې مالیه یې نه ورکوله او سوء استفاده یې کوله.))

د فاریاب والي مولوي عطاالله عمري د مزار قول اردو د قوماندان په توګه له ګومارل کېدو مخکې پژواک ته ویلي وو چې د اقینې ګمرک عایدات د مخکني حکومت د دورې په پرتله ډېر شوي، د هغو کسانو مخه نیول شوې چې مخکې د فساد او عامه شتمنیو د حیف و میل لامل وو.

عمري زیاته کړه: ((د اقینې بندر د مخکنیو کارکوونکو او افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، مخکې د ګمرک د مامورینو، سوداګرو او لوړ رتبه مسوولینو ترمنځ توافق موجود و چې که یو موټر ۱۲ لکه افغانۍ محصول کېده، د سوداګر په پارچه او د ګمرک په سیستم کې ۲۰۰زره رسېدل، ۱۰ لکه د دوی ترمنځ وېشل کېدې، اوس چې هر جنس واردېږي، په انلاین توګه سیستم کې رسېږي، هغه مالیه چې باید سوداګر یې ورکړي، په کابل کې د سیستم له مخې ټاکل کېږي.))

هغه زیاته کړه، اوس مهال د اقینې په بندر کې هيڅ ډول فساد، رشوت او خورد و برد نشته او حکومت هم دغه ډول کارونو ته چې په اسلام کې ځای نه لري، اجازه نه ورکوي.

له سوداګرو دې ۳۰ سلنه مالیه نه اخیستل کېږي

د سوداګریزو توکو ځیني سوداګر پر حکومت نیوکه کوي او وايي چې نوي حکومت په لومړیو ورځو کې د اقینې بندر کې د سوداګریزو توکو، په ځانګړې توګه نفتو او ګازو پر مالیو ۳۰ سلنه تخفیف اعلان کړ، دغه کار سوداګرو او د افغانستان بازار کې د توکو د بیو د کمښت په برخه کې ګټور و، خو دغه تخفیف بېرته لرې او د مخکني حکومت د لایحې مطاقب مالیه اخیستل کېږي.

د یوه سوداګریز شرکت مالک انجنیر عبدالرحیم په فاریاب کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر یعنې مخکني نظام د سقوط مخکې په پرتله په اقینه بندر کې رشوت او کاغذ پرانۍ له منځه تللې دي.

هغه وویل: ((الحمدلله د اقینې په بندر کې د فساد او رشوت ۹۰ سلنه مخه نیول شوې، خو ځيني کوچني موارد موجود دي، ښايي د وخت په تېرېدو له منځه لاړ شي.))

نوموړي مالیاتو ته په اشاره وویل: ((له بده مرغه پر مالیاتو ۳۰ سلنه موجود تخفیف بېرته لرې شوی، که د یو څه وخت لپاره دغه مالیه وانه خیستل شي، ښه به وي.))

په ورته وخت کې د ارمان ګروپ شرکتونو ټولنې غړی محمد یونس ارمان وايي، د بانکي محدودیتونو له امله هېواد ته د وارداتو اندازه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه، که د حکومت مشرتابه د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي، پیسې د بانکونو له لارې تبادله شي، د وارداتو اندازه به ډېره او د افغانستان په بازارونو کې به د توکو بیې ټيټې شي، د دولت عایدات به تقویه شي، د خوراکي توکو د کمښت په اړه د خلکو اندېښنې به لرې شي.

د ایرکین یول او خراسان بلخ شرکت رییس شریف اغا وايي، کله چې بانکي محدودیتونه نه وو، هر ډول اخاذۍ یې منلې او پیسې یې ورکولې، اوس چې د اقینې په بندر کې اخاذۍ نشته، بانکي محدودیتونو سوداګریز فعالیتونه له رکود سره مخ کړي دي.

د ګمرک مرستیال د شرکتونو د دې نیوکې په اړه وویل: ((یو شمېر سوداګرو چې د مخکني حکومت پر مهال پر خیانت، فساد او رشوت عادت وو، هڅه وکړه چې د تېر په څېر له مالیاتو پرته د رشوت په ورکولو خپل مالونه له ګمرکه تېر کړي، پنځه موټر مالونه یې وارد کړل، یو موټر یې تلې ته ولېږه او څلور نور یې د تلې ترڅنګ تېر کړل، د تېلو ټانکر د ترکستان له مرز څخه تېر شول، خو تېر یې د پیپ په وسیله هغه ټانکرو ته تخلیه کړل چې له سیستم څخه بهر ولاړ وو، د سوداګرو دغه کړنې د دې لامل شوې چې د مالیاتو تخفیف لرې شي.))

د You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.