ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت بانکونو کې د شرکتونو د پیسو بندښت څېړي او سرشمېرنې ته طرحه جوړوي

حکومت بانکونو کې د شرکتونو د پیسو بندښت څېړي او سرشمېرنې ته طرحه جوړوي

author avatar
26 Oct 2021 - 15:44
حکومت بانکونو کې د شرکتونو د پیسو بندښت څېړي او سرشمېرنې ته طرحه جوړوي
author avatar
26 Oct 2021 - 15:44

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د وزیرانو غونډې د بنسټیزو پروژو د بشپړولو په اړه خبرې کړي، د هغو شرکتونو د شکایتونو څېړنې ته یې پلاوی ټاکلی چې پیسې یې بانکونو کې بندې دي او د سرشمېرنې طرحې د چمتو کولو پرېکړه یې کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وزیرانو غونډه نن د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ جوړه شوه.

سرچینې لیکلي چې په غونډه کې د هېواد په اقتصادي حالت او د بنسټیزو پروژو په بشپړولو بحث وشو او اقتصادي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د «شاه و عروس» بند د کار د بشپړېدو موضوع وڅېړي او د څېړنې د پایلو راپور غونډې ته وړاندې کړي.

یاد بند د کابل په شکردره ولسوالۍ کې دی. حکومت تېر کال ویلي و چې چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. دغه بند د ۹.۳ میلیون متر مکعب اوبو د ساتنې او د یو عشاریه پنځه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د وزیرانو نننۍ غونډې لوړپوړی پلاوی ټاکلی، تر څو د هغو شرکتونو شکایتونه وڅېړي او د حل لاره یې راوباسي چې په بانکونو کې یې پیسې بندې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د نفوسو د احوال د ثبت ادارې په کار او فعالیت هم بحث وشو، د تذکرو د وېش پر دوام  ټینګار وشو او د افغانستان د نفوس د سرشمېرنې د طرحې چمتو کولو پرېکړه وشوه.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې په وروستي ځل د محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۵۸ کال کې سرشمېرنه وشوه چې په دې سرشمېرنه کې د هېواد یوازې ۶۰ سلنه نفوس وشمېرل شو، پاتې برخه یې اټکلي شوه او د افغانستان د نفوسو شمېره د ۱۳ او ۱۴ میلیونو ترمنځ اعلان شوه. دا مهال د افغانستان نفوس نږدې ۳۳ میلیونه اټکل کیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیرانو په یاده غونډه کې د نشه یي توکو او معتادینو د ستونزې حل کول، له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د سالم مدیریت، د دیني علماوو د اسنادو د ارزیابۍ او رتبو د تثبیت، ټاپي پروژې او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي بحث او مهمې پرېکړې وشوې.

سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.

Visits: 519

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.