ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مخابراتي خدمات غواړي

د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مخابراتي خدمات غواړي

author avatar
28 Oct 2021 - 15:23
د خاص اروزګان ولسوالۍ خلک مخابراتي خدمات غواړي
author avatar
28 Oct 2021 - 15:23

ترینکوټ (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې له مخابراتي اسانتیاوو بې برخې دي چې له امله یې په ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، کلونه مخکې په دې ولسوالۍ کې افغان بېسیم مخابراتي شبکې فعالیت درلود خو کله چې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې پيل شوې او ګڼې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې راغلې نو د مخابراتي شبکو انتنونه ویجاړ او فعالیت یې په ټپه ودرېد.

اوس هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې په دې ولسوالۍ کې خلکو ته مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړي.

د خاص اروزګان اوسېدونکي معلم عبدالکریم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې هیڅ راز مخابراتي اسانتیاوې نشته او نه شي کولای له خپلو نږدې او لري خپلوانو سره اړیکې ونیسي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په دغه دور کې هم د یوه او بل د خبرولو او یا کوم بل مهم کار لپاره له لیک لېږلو کار اخلي.

دی وايي، پخوا نا امني وه، مخابراتي شبکو زړه نه ښه کاوه فعالیت وکړي او طالبانو هم اجازه نه ورکول خو اوس چې ټول واک طالبانو نیولی، باید په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات وړاندې کړي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالرازق پژواک اژانس ته وویل، کله چې له چا سره مهم کار ولري نو اړ دی ساعتونه مزل وکړي څو د دغې ولسوالۍ په ګاونډ کې د غزني مالستان ولسوالۍ ته ځان ورسوي او له هغه ځایه پر موبایل اړیکې ونیسي.

دی زیاتوي، که څه هم د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له پخوا څخه د افغان بېسیم شبکې انتنونه ولاړ دي خو فعالیت یې بند دی.

دی هم له حکومت څخه غواړي چې د خلکو ستونزو ته په کتو د مخابراتي خدماتو وړاندې کولو لپاره ګامونه واخلي.

بلخوا د ولسوالۍ ځايي مسوولین هم وايي چې د مخابراتي اسانتیاوو نشتوالي د دوی په ګډون ټول خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولسوالۍ ولسوال راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د مخابراتي شبکو انتنونه شته چې کلونه کېږي فعالیت نه لري.

دی وايي، دغه ستونزه یې له ولایتي مسوولینو سره شریکه کړې او هغوی ژمنه ورسره کړې چې د مخابراتي شبکو مسوولین به وهڅوي چې په دې او نورو ولسوالیو کې مخابراتي فعالیتونه پیل کړي.

هغه هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکې کې به په خاص اروزګان کې یو ځل بیا خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې شي.

ولسوال د مخابراتي شبکو مسوولینو ته ډاډ ورکوي چې نه یوازې د دوی د سایټونو خوندیتوب ته پام کوي، بلکې هغه ټولې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي چې دوی یې غواړي.

د یادونې ده، د خاص اروزګان ترڅنګ د یو شمېر نور ولسوالیو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي او د نورو خدماتو ترڅنګ د مخابراتي خدماتو د پیلېدو غوښتنه کوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.