ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهر ته د صادراتو درېدو له امله د جلغوزو بيه لوېدلې ده

بهر ته د صادراتو درېدو له امله د جلغوزو بيه لوېدلې ده

author avatar
28 Oct 2021 - 15:21
بهر ته د صادراتو درېدو له امله د جلغوزو بيه لوېدلې ده
author avatar
28 Oct 2021 - 15:21

ګردېز (پژواک، ٦ لړم ١٤٠٠): په پکتيا ولايت کې د جلغوزو کاروباريان او سوداګر وايي چې د تېر کال په پرتله د دې وچې مېوې بيه نيمايي ته راټيټه شوې ده.

دوی وايي چې تېر کال د هوايي دهلېزونو له لارې دغه مېوه چين او نورو هېوادونو ته صادرېده، خو سږ کال نورو هېوادونو ته  د لارو بندښت  او د نوي حکومت  د راتګ  له امله  د دوی کاروبار ته سخت  زيان رسېدلی دی.

د جلغوزو حاصلات د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب، څمکني، جانې خېل او يو شمېر نورو ولسواليو کې په طبيعي ځنګلونو کې ترلاسه کېږي چې د دغه ولايت زياتره خلک پرې اقتصادي تکيه کوي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ يو اوسېدونکی دينه ګل وايي: ((سږ کال د دې مېوې د راټولو او پلورلو وخت دی، سوداګر راځي خو جلغوزي راڅخه په نيمه بيه اخلي.))

نوموړی وايي، تېر کال يو کيلو جلغوزي په دوه نيم زره افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال يې بیه دوولس نيم سوه افغانۍ ده چې د تېر کال په پرتله نيمايي کېږي.

دينه ګل وايي: ((له نوي حکومته مو هيله دا ده چې زموږ د حاصلاتو د خرڅلاو لپاره په بهر کې بازارموندنه وکړي او هغه لارې چارې چې تېر دولت په دې برخه کې په لار اچولې وې، هغه دې تعقيب کړي.))

له بلې خوا د جلغوزو سوداګر اندېښنه لري که چېرې له افغانستانه نورو هېوادونو ته جلغوزو د صادرېدو لاره پيدا نه شي، نو د تېر په څېر به بيا نورو هېوادونو ته قاچاق شي.

په څمکنيو ولسوالۍ کې د جلغوزو سوداګر حاجي ميرويس وايي: ((څو کاله وړاندې دغه مېوه پاکستان ته قاچاق کېده او نورو هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېده، خو د هوايي دهلېزونو په فعالېدو سره يې پاکستان ته قاچاق بند شو او بيه يې لوړه شوه.))

نوموړی وايي چې اوس هم هغه وخت ته  بېرته ورګرځو، دلته هوايي دهلېزونه نشته، د جلغوزو بيه  ټيټه ده، خلک يې د څو روپيو ترلاسه کولو په خاطر بيا پاکستان ته قاچاق کوي.

ميرويس وايي، نوی حکومت دې سوداګريزو مسايلو ته جدي پاملرنه وکړي چې له يوې خوا په نړۍ کې د افغانستان  مېوه ښه نوم ولري او له بلې خوا خلکو ته ډېره اقتصادي ګټه ورسېږي.

د پکتيا د سوداګرۍ او صنايعو خونې ریيس فضل الدين جلالزی هم مني چې د تېر کال په پرتله د جلغوزو بيه نيمايي ته راټيټه شوې ده.

نوموړی وايي: ((تېر کال دغه مېوه چين او نورو هېوادونو ته د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېده خو سږ کال د سياسي وضعيت او لارو د بندښت له امله دغه بهير په ټپه ولاړ دی.))

دی وايي، تېر کال له هېواده بهر د يو کيلو جلغوزو بيه له پنځه زره افغانيو پورته وه او هم په هېواد کې دننه يې کاروباريانو او خلکو ته زياته ګټه رسېده، خو اوس دغه بيه زياته ټيټه شوې ده.

جلالزی وايي، اوس هم هڅه کېږي چې د جلغوزو وچه مېوه پاکستان ته قاچاق شي او له هغې لارې د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د ده په خبره، هڅه کوي چې د دې ستونزې لپاره يوه مناسبه حل لاره پيدا کړي، خو په وينا يې تر ډېره خبره د هېواد په سياسي حالت پورې تړلې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، هر کال په پکتيا کې شاوخوا ۳۰زره ټنه جلغوزي تولیدېږي، خو که چېرې په منظم ډول بهر ته ولېږدول شي، خلکو ته به زياته ګټه ورسوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.