ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ درېیمه لوبه له نميبيا وګټله

افغانستان د کرکټ درېیمه لوبه له نميبيا وګټله

author avatar
31 Oct 2021 - 18:25
افغانستان د کرکټ درېیمه لوبه له نميبيا وګټله
author avatar
31 Oct 2021 - 18:25

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې افغانستان په خپله درېيمه لوبه کې نميبيا ته د ۶۲ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.

د کرکټ نړيوال جام شل اووريزې سيالۍ د تلې په ۲۵مه (د اکتوبر ۱۷مه) په عربي اماراتو کې د ١٢ غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

افغانستان په ۲۰ اوورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد ۴۵ او حضرت الله ځاځي بيا ۳۳ ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې د نميبيا له لوري بيا نوکل ليفتي-يتن او روبن ټريمپلمن دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

نميبيا بيا په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او له افغانستان څخه يې د ۶۲ منډو په توپير ماتې ومنله.

دغه راز په توپ اچونه کې افغان لوبغاړو حميد حسن ۳، نوین الحق ۳ او ګلبدين نايب بيا دوه وېکټې واخیستې.

له دې وړاندې افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سکاټلېنډ څخه ګټلې وه او دويمه لوبه يې د پاکستان پر وړاندې بايللې وه.

ټاکل شوې ده افغانستان د کرکټ نړیوال شل اووریز جام په سیالیو کې خپله څلورمه لوبه له هند سره وکړي.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.