ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: ترکمنستان په افغانستان کې د ځینو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري کوي

متقي: ترکمنستان په افغانستان کې د ځینو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري کوي

author avatar
31 Oct 2021 - 18:11
متقي: ترکمنستان په افغانستان کې د ځینو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري کوي
author avatar
31 Oct 2021 - 18:11

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، کابل ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر پر مهال یې د سیمې اتصال لپاره د ترانزیټ او سوداګرو ته اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاتوي، د دغه سفر پر مهال د ترکمنستان استازو ژمنه کړې چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي او د ځینو ودانیو په جوړولو او رغولو کې به همکاري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن (يکشنبه) کابل کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف سره ګډه خبري ناستې ته وویل، افغانستان ته د ترکمنستان لوړپوړو چارواکو سفر ډېر مهم و.

دی وايي، د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او دوام خبرې وشوې او د اړیکو د لا ښه والي لپاره یې ترکمنستان ته د سفر بلنه ورکړه ترڅو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ګډو پروژو لکه ټاپي، رېل پټلۍ، نوري فایبر او برېښنا برخه کې پرمختګ وشي.

هغه زیاته کړه، هغه پروژې چې وار له مخه پیل دي، پیاوړې کېږي به او د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان له خوا را پیل شوې، ډېر ژر به یې افغانستان کې عملي کار پیل شي.

د متقي په وینا، د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو په تبادله او سوداګرو ته د اسانتیاوو په برخه کې به پرمختګ کېږي.

هغه زیاتوي، ترکمنستان ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به بشري مرستې کوي او د ځینو تعمیراتو په جوړولو او رغولو کې به همکاري کوي.

د ده په خبره، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر امنیتي برخه کې هم خوشحالي ښکاره کړه چې د دواړو هېوادونو په ګډه پوله هیڅ ستونزه نشته او خلک ډاډه دي.

متقي وویل، د ترکمنستان له استازو سره په ترانزیټ هم خبرې وشوې چې زمینه ورته برابره کړي ترڅو سیمه له یو او بل سره وصل شي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې شوې خبرې به عملي کوي.

Visits: 229

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.