ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړيوال جام ته لار پیدا کړه

افغانستان د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړيوال جام ته لار پیدا کړه

author avatar
7 Nov 2021 - 13:24
افغانستان د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړيوال جام ته لار پیدا کړه
author avatar
7 Nov 2021 - 13:24

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۰): د کرکټ نړيوالې شورا د پرېکړې له مخې، افغانستان د راتلونکي ۲۰۲۲ ميلادي کال د کرکټ شل اووریز نړيوال جام ته نېغ په نېغه لار پیدا کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د کرکټ د نړیوالې درجه بندۍ له مخې د افغانستان په ګډون اته لوبډلو د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د کرکټ شل اووریز نړيوال جام ته لار موندلې ده.

په دغو لوبډلو کې استراليا، انګلستان، هندوستان، پاکستان، سوېلي افريقا، نيوزيلنډ، افغانستان او بنګلدېش شامل دي.

په دې درجه بندۍ کې افغانستان وروسته له هغه اووم مقام خپل کړ چې تېره شپه ويسټ انډیز له اسټراليا څخه ماتې ومنله.

ويسټ انډیز له دې ماتې وروسته په درجه بندۍ کې لسم ځاى ترلاسه کړ او نهم ځاى سريلانکا خپل کړى دى.

په راتلونکي نړيوال جام کې به ۱۲ غوره لوبډلو (سوپر۱۲) ته د لار پيدا کولو په موخه په لومړي پړاو کې د ويسټ انډيز ترڅنګ سريلانکا، سکاټلينډ او نميبيا هم سيالۍ وکړي.

ټاکل شوې چې د ۲۰۲۲ نړيوال شل اووريز جلم سيالۍ د اکتوبر په ۱۶مه په اسټراليا کې ترسره شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.