ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 پر کروندګرو تخم، سره او د مېوې وچولو ماشینونه ووېشل شول

 پر کروندګرو تخم، سره او د مېوې وچولو ماشینونه ووېشل شول

ترینکوټ، ایبک (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۰): په اروزګان کې پر ۱۰۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره او په سمنګان کې بیا پر ۳۰ کرندګرو ښځو د مېوې وچولو ماشینونه ووېشل شول.

په اروزګان کې د زرو کروندګرو لپاره د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې مرسته د دغه ولایت د کرنې ریاست او ARD موسسې له خوا چمتو شوې وه.

د کرنې ریاست یوه مسوول روزي خان پژواک خبري اژانس ته وویل، پر کروندګرو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېش له مرکز ترینکوټ څخه پیل شو چې نورو ولسوالیو ته به هم وغځول شي.

هغه زیاته کړه، هر کروندګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلوګرامه سپینه او توره سره ورکول کېږي.

دی وايي، د دغې مرستې له وېش سره به د غنمو حاصلات ډېر شي او کروندګر به له اقتصادي اړخه پیاوړي شي.

د مرکز ترینکوټ یوه کروندګر باریداد چې مرسته شوی تخم او سره یې تر لاسه کړي وو، پژواک ته وویل، وروستیو جګړو او وچکالۍ کروندګر سخت ځپلي او دغه راز مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، غواړي پر خپله ځمکه غنم وکري او ښه حاصلات ورڅخه واخلي.

خو دی له اړوندو چارواکو غوښتنه کوي چې د کرنیزو حاصلاتو په بازار موندنه کې هم له کروندګرو سره مرسته وکړي.

په اروزګان کې په داسې حال کې پر کروندګرو د غنمو د اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېش پیل شوی چې هغوی پر خپلو ځمکو لا له مخه کوکنار کرلي دي.

د یوه بل خبر له مخې، په سمنګان کې بیا د PACO په نوم یوې مرستندویه ادارې پر کروندګرو ښځو د مېوې وچولو ۳۰ ماشینونه ووېشل.

د دغې موسسې ولایتي مسوول عبدالوکیل پژواک خبري اژانس ته وویل، ۱۵ دغه ماشینونه د مرکز ایبک او ۱۵ نور د حضرت سلطان ولسوالۍ په ۱۰ کلیو کې پر ۳۰ کروندګرو ښځو ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، کروندګرې ښځې کولای شي له دغو ماشینونو د انځرو، توت، زردالو او نورو مېوو او دغه راز د مالدارۍ په برخه کې د کروتو د وچولو لپاره کار واخلي.

دی وايي، پر دغې پروژې ۹ سوه زره، ۲۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د PACO او د المان د BMZ موسسو له خوا په ګډه ورکړل شوی دی.

د سمنګان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس جند الله قاروق نظري له یادې شوې موسسې مننه وکړه چې له کروندګرو ښځو سره یې د کرنیزو وسایلو مرسته وکړه.

هغه زیاته کړه، د دغو ماشینونو له وېشلو سره به د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو مخه ونیول شي او کورنۍ به له اقتصادي اړخه په پښو ودرېږي.

نوموړي له کروندګرو مېرمنو وغوښتل چې د دغو ماشینونو سمې کارونې او ساتنې ته پام وکړي.

Visits: 72

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.