ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ نړیوالو یو ځل بیا افغانستان ته پام ډېر کړی و

تېره اوونۍ نړیوالو یو ځل بیا افغانستان ته پام ډېر کړی و

author avatar
13 Nov 2021 - 16:57
تېره اوونۍ نړیوالو یو ځل بیا افغانستان ته پام ډېر کړی و
author avatar
13 Nov 2021 - 16:57

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۰): تېره اوونۍ د افغانستان په تړاو دوه نړیوالې غونډې وشوې او د افغانستان په اړه د امریکا په ګډون د نړیوالو غبرګونونه تر ډېره مثبت وو، خو په کور د ننه چاودنو او بریدونو بیا هم ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د اوونۍ د مهمو پېښو غورچاڼ:

  • په دوحه کې د امریکایي او افغان چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي.
  • امریکا: له ناټو سره مو د نوي افغان حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه مشورې وکړې.
  • امریکا: له چین او روسیې سره په افغانستان کې د ټيکاو لپاره ګډ کار کوو.
  • اتو هېوادونو په افغانستان کې پر ترهګریزو بریدونو اندېښنه وښوده او له «ترهګرۍ» سره پر ګډه مبارزه یې ټینګار وکړ.
  • د ترویکا غونډه: له افغانانو سره د تولګډون حکومت په جوړولو کې مرسته کوو، طالبان دې هم خپلې ژمنې پوره کړي.
  • پاکستان: افغانستان له نړۍ سره تعامل غواړي، نړۍ باید له دغه هېواد سره بشري مرستې وکړي.
  • ایران: نړیواله ټولنه باید د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي، مرستې ورسره وکړي او پانګه یې دې له کنګله وباسي.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په يوه جومات کې د چاودنې له امله ۱۵ لمونځ کوونکي ټپيان شول.

دغه راز د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې په يوه هدفي بريد کې درې ملکي وګړي ووژل شول او د دغه ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.

د تېرې اوونۍ مرګ ژوبلې څه باندې ۶۵ سلنه په داسې حال کې په ننګرهار کې وه چې وړمه اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو او د دې مرګ ژوبلې ۴۶ سلنه په ننګرهار کې وه.

د بل راپور له مخې، د اروزګان په ترینکوټ ښار کې د سرګلولې چاودنې د یوې کورنۍ ۳ غړي ووژل او ۵ نور یې ټپیان کړل. دغه راز، ناپېژاندو وسله والو د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د پخواني حکومت دوه پوځيان وژلي دي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې مسوولیت د داعش ډلې پر غاړه اخيستی خو د پاتې نورو بریدونو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۸ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.

په دوحه کې د خبرو بیا پیل او د افغان حکومت پر رسمیت پېژندلو لپاره مشورې

امریکا او طالبانو له اوږدو خبرو وروسته د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې په دوحه کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکایي پوځیان له افغانستانه ووتل.

تېره اوونۍ امریکایي چارواکو وویل چې له «طالبانو» سره په دوحه کې د خبرو بل پړاو ته چمتووالى نیسي او په بروکسل کې یې د ناټو له استازو سره د افغانستان د سرپرست حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه مشورې کړې دي.

طالبانو د روان کال د زمري په ۲۴مه کابل ونیو او د وږې په ۱۶مه یې سرپرست حکومت اعلان کړ، خو تر اوسه دغه حکومت کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي اسیا او اروپا ته تېره اوونۍ سفر پیل کړی، ویلي یې دي چې په افغانستان کې امنیتي اندېښنو ته د رسېدنې، د افغانانو د حقونو تأمین او بشري ناورین د له منځه وړلو لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم وایي، د افغانستان سرپرست حکومت په قطر کې له امریکا سره بیا ځلې خبرو ته چمتووالی لري او د افغانستان په اړه د ټولو هغو غونډو هرکلی کوي چې په سيمه کې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په هند او پاکستان کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې جوړې شوې.

د هند غونډه

په هند کې د ایران، روسیې، ترکمنستان، قراقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان د ملي امنیت سلاکارانو غونډه وشوه.

په دې غونډې کې په افغانستان کې د ټولګډون دولت پر جوړېدو، د ښځو او ماشومانو د حقونو پر تامین، د لږکیو د حقونو تضمین او په بېړه افغانستان ته د بشرپاله مرستو پر رسولو هم ټینګار وشو.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د «ترهګریزو فعالیتونو» پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ګډې تګلارې پر جوړېدو یې ټینګار وکړ. له افغانستانه دې غونډې ته څوک نه وو بلل شوي، خو چین او پاکستان بیا په دې غونډه کې له ګډون کولو انکار وکړ.

دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د داعش ډلې په کابل، کندهار او زابل کې خونړي بریدونه کړي، خو د افغانستان حکومت ویلي چې دغه ډله به وځپي.

ترویکا پلس غونډه او پاکستان ته د افغان پلاوي سفر

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د «ترویکا پلس» غونډه وشوه، په یاده غونډه کې چې پاکستان یې کوربه و، د امریکا، روسیې او چین ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي چې په دې غونډه کې ټولو لورو ټینګار وکړ چې له افغانانو سره به د ټولګډون حکومت په جوړولو کې همکاري کوي، طالبان به د «ترهګرۍ» خلاف درېدو په برخه کې کړې ژمنې عملي کوي، له افغانستان سره به بشري مرستې ډېرېږي، د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو له حقونو به ملاتړ کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چاور وزیر شاه محمود قریشي په یاده غونډه کې وویل، افغانستان له نړۍ سره تعامل غواړي، نړۍ باید له دغه هېواد سره بشري مرستې وکړي او پانګه یې له کنګل حالت نه ووځي؛ ځکه چې د افغانستان د اقتصاد پاشل کېدل د بې ثباتۍ لامل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي هم پاکستان ته سفر وکړ.

دغه پلاوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګریزو چارو اسانولو په موخه د ګډې کمېټې جوړولو پرېکړه وکړه.

د جلال اباد- پېښور ترمنځ د بسونو د فعالیت پيل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو ډېروالی، بندرونو ته د افغانانو د ازاد لاسرسي، پر سوداګریزو توکو د بار لاریو د ازاد تګ راتګ، مسافرو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې، د پاکستان له خوا افغانانو ته د سکالرشیپونو زیاتول او په روغتیایي برخه کې له افغانستان سره مرستې هغه څه دي چې د یادو هېوادونو چارواکو یې په اړه خبرې کړې دي.

له افغانستان سره د نورو هېوادونو تعامل

امریکایي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د ټيکاو راتلو لپاره له چين او روسيې سره ګډ کار کوي؛ روسیې هم له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

المان ويلي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو لرلو او له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې ګامونه پورته کوي او سفیر یې له یاد حکومت سره د اړیکو ټینګولو په موخه راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر کوي.

په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» وایي، افغان سوداګرو ته به د دغه هېواد د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابروي‌، څو د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي او تجارتي اړیکو د پراختيا په برخه کې هڅې وشي.

ایران اعلان کړی چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

ایران پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي، مرستې ورسره وکړي او پانګه یې له کنګل حالته وباسي.

امریکا، وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او دا کار په افغانستان کې د اقتصادي او بانکي ستونزو رامنځته کېدو لامل شو.

 

Visits: 196

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.