ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا پوځي کمپونو کې مېشت افغان کډوال د ژمي لپاره لازم امکانات نه لري

د امریکا پوځي کمپونو کې مېشت افغان کډوال د ژمي لپاره لازم امکانات نه لري

author avatar
14 Nov 2021 - 11:19
د امریکا پوځي کمپونو کې مېشت افغان کډوال د ژمي لپاره لازم امکانات نه لري
author avatar
14 Nov 2021 - 11:19

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو په پوځي اډو کې ځای پر ځای شوي لسګونه زره افغانان د ژمي لپاره اړین امکانات نه ‌لري.

د هفنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي چې له افغانستانه امریکا ته تللي پناه غوښتونکي- چې شمېر یې ۵۰زرو ته رسېږي او ۴۴ سلنه یې ماشومانو دي- د ژمي امکانات نه لري.

سرچینې د امریکا د دفاع وزارت معلوماتو له مخې لیکلي چې یاد پناه غوښتونکي په بشپړ ډول واکسین شوي خو بیا هم په پوځي اډو کې پراته دي.

په پوځي اډو کې مېشتو افغانانو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې د ژمي له راتلو سره دوی تاوده کالي نه ‌لري او په پوځي اډو کې له سړو کړېږي.

د یادونې ده، دغه پناه غوښتونکي د اسنادو له پروسس او د قرنطین مودې له تېرولو وروسته له پوځي اډو یا لنډمهاله کمپونو، نورو استوګن ځایونو ته لېږدول کېږي.

رويټرز خبري اژانس بیا وايي چې د روان کال له اګسټ میاشتې راهیسې د قطر له لارې یو لک او ۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.