ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

غزني کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
20 Nov 2021 - 15:16
غزني کې له سلګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
20 Nov 2021 - 15:16

غزني (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۰): په غزني کې له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په دوام دا ځل د دغه ولایت د زنخان ولسوالۍ له ۸۸۷ غربت ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په مرسته شوو توکو کې ۲۶ کیلوګرامه اوړه، ۸ کیلوګرامه دال او ۵ کیلوګرامه غوړي شامل وو چې د خوړو نړیوال سازمان/ WFP له خوا پر بېوزلو او نادارو کورنیو ووېشل شول.

د غزني له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرسته پر ۸۸۷ هغو کورنیو وېشل شوې چې مخکې یې سروې شوې وه او مستحقې پېژندل شوې وې.

ولایتي ادارې له مرستندویه ټولنو غوښتي چې خپلې مرستې د دوی له خوا د جوړ شوي کمېسیون له لارې ووېشي.

د زنخان ولسوالۍ اوسېدونکي د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي خو وايي، د دوی ستونزه نه شي حلولای.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد شاه پژواک ته وویل، ۹۰ سلنه خلک له سخت غربت سره مخ دي او ان په را روان ژمي کې د خونو ګرمولو لپاره د سون توکو اخیستلو توان هم نه لري.

دی وايي، په دغسې یوه حالت کې یوه بوجۍ اوړه، غوړي او دال ډېره کمه مرسته ده او ان یوه هفته بسنه نه ورته کوي.

نوموړی غوښتنه کوي چې له دوی سره دې ډېره مرسته وشي.

د یوه بل خبر له مخې، په غزني کې RHDO . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.