ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي

راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي

author avatar
27 Nov 2021 - 14:00
راتلونکې اوونۍ د ناټو په غونډه کې د افغانستان په اړه هم خبرې کېږي
author avatar
27 Nov 2021 - 14:00

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۰): راتلونکې اوونۍ د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه جوړيږي چې د افغانستان اړوند مسایل به یې هم د بحث موضوع وي.

دغه غونډه د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږي.

د راپورونو له مخې، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تېر ماښام په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان د تېر حکومت له ړنګېدو او د نوي سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته حالاتو به اړه بحث وشي.

سټولټنبرګ نه دي ویلي چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان په اړه پر کومو مشخصو مسایلو خبرې وکړي، خو ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو لپاره «د طالبانو بیا راتګ» یوه تراژیدي ده.

د افغانستان پخوانی حکومت د روان کال د زمري په ۲۴مه ړنګ شو، طالبانو د افغانستان پلازمېنه او ولایتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل او په افغانستان کې یې سرپرست حکومت اعلان کړ.

دغه حکومت تر اوسه کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینو هېوادونو له افغانستان سره یو ډول تعامل پیل کړی او نن په قطر کې هم د کابل او واشنګتن ترمنځ خبرې پیلېږي.

په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو، لکه روسیه، ایران، پاکستان او هند کې هم د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې جوړې شوې او په افغانستان کې یې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو، د ښځو حقونو پر تامین او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

Views: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.