ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د کرونا روغتون کارکوونکو ته له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

د سمنګان د کرونا روغتون کارکوونکو ته له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي

author avatar
2 Dec 2021 - 14:41
د سمنګان د کرونا روغتون کارکوونکو ته له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي
author avatar
2 Dec 2021 - 14:41

ایبک( پژواک، ۱۱ لېندۍ  ۱۴۰۰): د سمنګان د کویډ-۱۹روغتون مسوولینو نن سهار د روغتیايي شورا په یوه غونډه کې وویل چې د دغه روغتون کارکوونکو له اتو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیتسي چې له امله یې ‎ له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه غونډه د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ له لوري په ایبک ښار کې د سمنګان ولایت د کوویډــ۱۹ شل بستریز روغتون په ګډون په دغه ولایت کې د شته روغتیايي مرکزونو د ستونزو او ننګونو د حل په موخه جوړه شوې وه.

د ولایتي امانتدارۍ شبکه په سمنګان ولایت کې د عامه خدمتونو د ښه والي لپاره د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په تخنیکي او ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي ملاتړ له رضاکاره ډلو جوړه شوې ده.

په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د ۲۰ بستريز روغتون رييس ډاکتر ذبيح الله وکيل په یاده ناسته کې وويل چې دغه روغتيايي مرکز د کارکوونکو له اړخه ستونزه نه لري او ټول کارکوونکي یې هره ورځ خپلو دندو ته راځي.

خو هغه زياته کړه چې له تېرو ۸ مياشتو راهيسې د کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي، درمل، د ناروغانو لپاره خوراکي او د سون توکي نه لري چې له همدې امله د ښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

ډاکتر ذبیح الله د روڼتیا څار سازمان له دفتر څخه وغوښتل چې د روغتونونو ستونزو ته انعکاس ورکړي، څو هغه موسسې او انجوګانې چې په روغتیایي برخه کې فعالیت کوي، د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز د یاد روغتون رييس د کرونا ويروس په اړه وويل چې په سمنګان ولايت کې وضعيت ښه دى او پر دې ناروغۍ اخته کسان لږ مراجعه کوي او دا مهال په یاد روغتون کې يوازې يو ناروغ بستر دى چې روغتيايي وضعیت يې ښه دى.

د افغانستان د شفافیت سازمان ولایتي رییس عبداللطیف قرباني په یاده ناسته کې وویل، د افغانستان د رونټیا بنسټ له صحي سکتور څخه د ولسي څارني له لارې غواړي، د سمنګان ولایت په کلینیکونو او روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو په خدمتونو کې ښه والی راولي.

عبداللطیف قربانی مسؤل ولایتی دیده بان شفافیت افغانستان در این نشست گفت که دیدبان شفافیت از طریق برنامه نظارت اجتماعی از سکتور صحی، اجتماعات را بسیج ساخته و از طریق اشتراک مردمی میخواهد کیفیت خدمات صحی بهبود یابد.

هغه وویل، دوی هره اوونۍ په سمنګان ولایت کې د ۱۶ کلینیکونو فعالیت او روغتیايي خدمات څاري او د هغوی ستونزې، ننګونې او کاري نیمګړتیاوې له ځان سره لیکلي او د مرکز له مسوولینو سره یې شریکوي.

د ډسمبر نهمه د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره مبارزه اوس یوه نړیواله پدیده ګڼل کیږي. په داسې حال کې چې فساد په هر هیواد اغیزه کوي؛ مګر اسناد ښیي چې له دې پدیدې بېوزله خلکو ته ډیر زیان رسیږي.

فساد د پرمختیایي موخو لپاره یو لوی خنډ رامنځته کړی، د قانون د پلي کولو پر وړاندې ګواښ دی، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته لار هواروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت له منځه وړي، دغه راز د جرمونو ترسره کولو ته لار هواروي او د انسان د ژوند خوندیتوب ته ګواښ پېښوي. فساد د زیاتې بې ثباتۍ او فقر لامل کیږي.

Visits: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.