ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندېشمندو ځوانانو ټولنې د عدالت غوښتنې پروګرام په پایله کې د روغتیايي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شول

د اندېشمندو ځوانانو ټولنې د عدالت غوښتنې پروګرام په پایله کې د روغتیايي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شول

author avatar
4 Dec 2021 - 20:44
د اندېشمندو ځوانانو ټولنې د عدالت غوښتنې پروګرام په پایله کې د روغتیايي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شول
author avatar
4 Dec 2021 - 20:44

شبرغان (پژواک، ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۰): د اندېشمندو ځوانانو ټولنیز انجمن مسوولینو نن د شبرغان ښار د جغسای کلي روغتیايي مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل، د دوی د عدالت غوښتنې پروګرام په پایله کې د روغتیايي کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه ورکړل شوي دي.

د امانتدارۍ شبکې اسانوونکو او فعالانو شبرغان ښار کې د جغسای کلي له روغتیايي مرکز ټولنیز نظارت ترسره کړ.

د جوزجان ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د ټولنیز څار پروګرام د روان کال له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام او روڼتیا د څار بنسټ په همکارۍ د اندېشمندو ځوانانو ټولنیز انجمن له لارې ترسره شو چې دغه سرچینې شبرغان ښار کې د امانتدار له شبکې سره همکاري کوي.

د ځوانانو ټولنیز انجمن مسوول سید میلاد سجادي وویل چې د دوی ټولیزه موخه له روغتيايي مرکزونو څار او د دغه مرکزونو د ستونزو ارزونه ده، څو پوه شو چې په روغتیايي مرکزونو کې کارکوونکي کومې ستونزې لري.

هغه روښانه کړه: ((سربېره پر دې غواړو د سیمې له خلکو هم پوښتنه وکړو چې د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو له لارې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول څومره کولای شي په روغتیا برخه کې د دوی ستونزې حل کړي.))

سجادي وویل: ((موږ په دې ارزونه کې غواړو چې هم د روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو ستونزې تر مسوولینو ورسوو او هم په یادو مرکزونو کې په دې برخه کې د خلکو شته ستونزو ته حللاره پیدا کړو.))

نوموړی زیاتوي: ((له روغتیايي مرکزونو څخه زموږ د ارزونې کار تر اوسه ګټور دی چې زموږ د عدالت غوښتنې پروګرام د جوړېدو په پایله کې د روغتیايي مرکزونو د کارکوونکو د دوو میاشتو معاشونه چې له څه وخت راهیسې نه وو ورکړل شوي ورکړل شول.))

په ورته وخت کې شبرغان ښار کې د جغسازي کلي د روغتیايي مرکز امر قدرت الله نیازی وايي: ((د اندېشمندو ځوانانو ټولنیز انجمن د ناظرینو او شبرغان ښار د امانتدارۍ شبکې له لارې د طبي تجهیزاتو او درملو د کمښت برخه کې یو شمېر ستونزې حل شوې دي.))

هغه روښانه کړه: ((په دغه مرکز کې زموږ ستونزه د پرسونلو کمښت دی چې د امانتدارۍ شبکې او اندېشمندو ځوانانو انجمن له غړو سره شریک شوی دی.))

هغه زیاته کړه: ((زموږ د معاشونو د ورکړې ستونزې حل شوې او اوس پر ټاکلي وخت راکول کېږي.))

نوموړي هیله مندي څرګنده کړه چې د پرسونلود کمښت ستونزه به هم راتلونکي کې حل شي.

د غلام محمد په نوم د سیمې اوسېدونکی وايي: ((په کلینیک کې د روغتیايي خدمتونو عرضه وړیا ده او خلک د روغتیايي پرسونل له کاره خوشاله دي.))

هغه وویل: ((درې څلور میاشتې مخکې کلینیک کې د درملو کمښت له ستونزې سره مخ وو، خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.))

نوموړي روښانه کړه: ((موږ کلینیک کې یوازې د پرسونل د کمښت ستونزه لرو، د کلینیک کارکوونکي ورته په ښه ډول رسېدنه نشي کولای، موږ له مسوولینو غواړو چې دې ستونزې ته هم رسېدنه وکړي.))

د ټولنیز نظارت پروګرام د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې له پیل راهیسې د اندېشندو ځوانانو ټولنیز انجمن له لارې د روڼتیا د څار بنسټ او ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په همکارۍ په جوزجان ولایت کې جوړ شوی او اوس هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام له فساد سره د مبارزې لپاره د ډنمارک په مالي مرسته له تېرو دوو کلونو راهیسې له مدني بنسټونو سره کار کوي، څو د فساد مخه ونیسي.

د ډسمبر نهمه له فساد ره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له فساد سره مبارزه اوس یوه نړیواله پدیده ګڼل کېږي، په داس حال کې چې فساد په هر هېواد تاثیر کوي، خو اسناد ښيي چې بېوزله خلک د دې پدیدې پر وړاندې ډېر زیانمن شوي دي.

فساد د پرمختیايي موخو لپاره یو لوی بن بست رامنځته کړی، د ډموکراسۍ او قانون عملي کېدو پر وړاندې یو ګواښ دی، د بشر حقونو څخه د سرغړونې لپاره زمینه برابروي، سوداګریز بازارونه او د ژوند کیفیت یې له منځه وړي. دغه راز د جرمونو لپاره زمنیه برابروي او د انسان د ژوند خوندیتوب لپاره خطر رامنځته کوي. دغه راز د بې ثباتۍ او بېوزلۍ سبب کېږي او د حساسو هېوادونو په تخریب کې اساسي رول لري.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.