ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه د چرګانو او غوښې قاچاقي وارداتو د ننګرهار د چرګانو د تولید شرکتونه زیانمن کړي

له پاکستانه د چرګانو او غوښې قاچاقي وارداتو د ننګرهار د چرګانو د تولید شرکتونه زیانمن کړي

author avatar
9 Dec 2021 - 16:41
له پاکستانه د چرګانو او غوښې قاچاقي وارداتو د ننګرهار د چرګانو د تولید شرکتونه زیانمن کړي
author avatar
9 Dec 2021 - 16:41

جلال اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د چرګانو د تولید شرکتونه وايي، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه چرګان او غوښه په قاچاقي توګه راوړل کېږي چې د دوی تولیدات یې زیانمن کړي دي.

په دغو زیانمنو شوو شرکتونو کې هغه شرکتونه هم شامل دي چې د چرګانو دانه تولیدوي او بهرنیو هېوادونو ته یې صادروي.

د دغو شرکتونو له جملې یو هم د تل پسرلي شرکت دی چې د چرګانو د خوراک دانه تولیدوي او تاجکستان ته صادرېږي.

د یاد شوي شرکت یوه مسوول زاهدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر په پرتله يې کاروبار خراب شوی او د توليد د کچې د راکمېدو ترڅنګ يې د کارګرو په شمېر کې هم کموالی راغلی دی.

دوی د دې چارې لامل د تقاضا کموالی او په قاچاقي ډول له پاکستان څخه د چرګانو راوړل بولي او زياتوي، که طالبان د قاچاق مخنيوی و نه کړي کاروبار به يي سقوط شي.

د تل پسرلي شرکت دغه مسوول وايي، په تېر حکومت کې یې درېيو فابريکو کار کاوه او په مستقيم او غير مستقيم شکل ورسره سلګونه کسان په کار بوخت وو.

نوموړي زياتوي چې هغه مهال يې په درې واړو فابريکو کې پر ساعت ۵۰ ټنه توليد درلود او ۲۴ ساعته به يې په شرکت کې کار روان و.

د ده په خبره، د دوی له لوري جوړه شوې د چرګانو خوراکه په نړیوال معیار برابره او د ښه کیفت لرونکې ده چې په کور دننه او بهر پېرودونکي لري.

خو ده یادونه وکړه چې له وروستيو بدلونونو سره یې یوه فابریکه بنده شوې، تولیدات او کارګر یې کم شوي دي.

بل خوا کارګر خوښ دي چې په کور دننه ورته د کار زمينه برابره شوې خو له حکومته غوښتنه کوي چې خصوصي سکتور حمایه کړي او دوی بې کاره نه شي.

د دوی له ډلې احدالله وايي: ((د شکر ځای دی چې په خپل هېواد کې راته د-کار زمينه برابره شوې ده، حکومت دې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي چې د بې روزګارۍمخه ونيول شي.))

په همدې حال کې تاجکستان ته له دې شرکت د خوراکې د لېږد  موټر چلوونکي هم خوښ دي چې د پخوا په پرتله په ډاډمنه توګه له جلال اباد څخه تاجکستان ته تګ راتګ کوي.

موټر چلوونکی فرامرز وايي چې پخوا به ترې په لاره کې په بېلابېلو نومونو پيسې هم اخیستل کېدې خو اوس یې مخنیوی شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهانو باورونه دا دي که کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي نو د هېواد اقتصادي پیاوړتیا سبب به وګرځي او له مخې به يې بې روزګارو وګړو ته د کار زمينه هم برابره شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.