کابل (پژواک، ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۰): ترکیې او قطر هغه دوه کمپنۍ مشخصې کړې چې ټاکل شوې د کابل هوایي ډګر د چارو د تنظیم مسوولیت واخلي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان قطر هېواد ته له سفر وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه دوه کمپنۍ به په خپلو کې له خبرو سربېره د افغانستان له چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
د راپورونو په اساس، که څه هم چې اردغان ددغو دوه کمپنیو نومونه وانخیستل خو ویې ویل که امنیتي شرایط مساعد وو نو دغه کمپنۍ به د کابل هویي ډګر عملیاتي چارې مخته بوځي.
د افغانستان حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له څه مودې راهیسې ترکیې او قطر په دې اړه له افغان چارواکو سره خبرې پیل کړې دي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن