منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۳ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له افغان لوبغاړو سره ۵۶۰زره امریکایي ډالر مرسته کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د المپیک نړیوالې کمېټې له دوو زرو افغان لوبغاړو سره ۵۶۰زره امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه.

د افغانستان د بدني روزنې ادارې پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې یادې کمېټې دغه څرګندونې تېره پنجشنبې کړې او د جزئیاتو له ورکولو پرته یې ویلي چې یاده مرسته د هلکانو او نجونو په ګډون دوه زره افغان لوبغاړو ته په پام کې نیول شوې ده.

د بدني روزنې اداره زیاتوي چې دغه مرسته به له افغان لوبغاړو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لارې وشي.

سرچینې لیکلي چې د المپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ د افغان لوبغاړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.