ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: په افغانستان کې کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده

متقي: په افغانستان کې کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده

author avatar
13 Dec 2021 - 16:35
متقي: په افغانستان کې کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده
author avatar
13 Dec 2021 - 16:35

کابل (پژواک، ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له طالبانو سره د القاعدې ډلې اړیکې لرل ردوي وايي، په افغانستان کې یو کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده او کنګل شوې پانګې دې هم ازادې شي.

امیر خان متقي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې وویل، په افغانستان کې یو کمزوری حکومت او بې ثباتي د هیچا په ګټه نه ده او هڅه کوي داسې یو افغانستان ولري چې له هیچا سره په جنګ ونه اوسي او پر خپلو پښو ولاړ وي.

ده له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

هغه وايي: “موږ له امریکا او ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو اعلان کړی. دا چې دوی پر افغانستان بندیزونه لګولي دي، زه فکر کوم دا د ځینو ناکامو تجربو تکرار دی، څه فایده نه‌لري”.

د راپورونو له مخې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مکنزي په یوه بیان کې ویلي و چې په افغانستان کې القاعدې ډلې په تېرو څلورو میاشتو کې پرمختګ کړی. د روسیې ځینو امنیتي چارواکو هم ویلي و چې د داعش او القاعدې ډلې ملاتړي ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.

خو متقي د امریکا او روسیې دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې پیاوړې کېدو او له طالبانو سره د دغې ډلې د اړیکو هیڅ سند نه شته.

دی وايي:”که منکزي کوم سند لري، هغه دې وښيي خو زه په ډاډ سره ویلی شم چې دا بې بنسټه ادعاوې دي.”

متقي په یادې مرکې کې ټینګار کوي چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کار له حقه ملاتړ کوي، خو زیات جزئیات ‌یې ورنه‌کړل.

Views: 425

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.