ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۲۰۰ او ۲۷۰ ګرام وزن ډوډیو بیې ۱۵ او ۲۰ افغانیو ته لوړې شوې

د ۲۰۰ او ۲۷۰ ګرام وزن ډوډیو بیې ۱۵ او ۲۰ افغانیو ته لوړې شوې

author avatar
14 Dec 2021 - 15:02
د ۲۰۰ او ۲۷۰ ګرام وزن ډوډیو بیې ۱۵ او ۲۰ افغانیو ته لوړې شوې
author avatar
14 Dec 2021 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د اوړو او ګاز بیو لوړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ او پیشه ورانو خونې د یوې ۲۰۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۱۵ او د ۲۷۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ ټاکلې ده.

د کابل ښاروالۍ او پیشه ورانو خونې له خوا دغه اقدام په داسې حال کې اخیستل شوی او له تنوره د تازه راوتلې ډوډۍ پر وزن ټینګار شوی چې پژواک خبري اژانس د لېندۍ په ۲۱مه د «د کابل ښار په نانوايي ګانو کې تر ۴۶ ګرامه تفاوت لري» په اړه راپور خپور کړی دی.

په کابل ښار کې له نانوايي ګانو د پژواک د لیدنو له مخې، د لسو افغانیو یوه ډوډۍ په بېلابېلو وزنونو ( ۱۲۵ نه تر ۱۷۱ګرامه) پلورل کېږي او خلکو د نرخونو له کنټروله په دې برخه کې شکایتونه لرل.

خو نن د لېندۍ په ۲۳مه یې په خپره کړې یوه اطلاعیه کې ویلي چې د ډوډۍ بیه یې د لنډمهال لپاره لوړه کړې ده.

سرچینې لیکلي: «په دې وروستیو کې د اوړو او ګاز بیې په بې ساري ډول لوړې شوې، د پیشه ورانو خونه د افغانستان هټۍ والو د کابل له ښاروالۍ سره په مشوره، د دې لپاره چې زموږ هېوادوالو ته د ډوډۍ پخولو او وېش کې کوم ځنډ را نه شي، د اوړو او ګاز بیو تر ټیټېدو، له محاسبې او سنجش وروسته د لنډ وخت لپاره د یوې ۲۰۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۱۵ افغانۍ او د یوې ۲۷۰ ګرامه ډوډۍ بیه ۲۰ افغانۍ تثبیت کړې ده.

د یادونې ده چې د اوړو او ګاز د بیو ټیټېدو په صورت کې به د ډوډۍ پر بیو بیاکتنه کېږي.»

په اطلاعیه کې لیکل شوي: «له تناره څخه د تازه راوتلې ډوډۍ وزن د اعتبار وړ دی او د سرغړونې په صورت کې له (۰۷۳۱۰۱۰۴۲۲) شمېرې سره په اړیکه کې شئ.

د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له ټیټېدو سره د لومړنيو توکو او نفتي موادو بیې ډېرې لوړې شوې دي.

په کابل ښار د تایمني پروژې په دویم سړک کې د یوه ګاز پلورونکي وحیدالله د معلوماتو له مخې، نن (د لېندۍ ۲۳مه) د یو کیلو ګاز بیه ۱‍۲۰ افغانۍ او د یوې ۴۹ کیلویي بورۍ اوړو بیه ۲۸۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.

Visits: 275

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.