ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان ته د بشري مرستو څلورمه کڅوړه را ورسېده

افغانستان ته د بشري مرستو څلورمه کڅوړه را ورسېده

author avatar
15 Dec 2021 - 18:58
افغانستان ته د بشري مرستو څلورمه کڅوړه را ورسېده
author avatar
15 Dec 2021 - 18:58

کابل (پژواک ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د بشري مرستو څلورمه کڅوړه چې (۱۹.۲) میلیونه امریکایي ډالر دي، را ورسېده.

له ياد شوي بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن (چهارشنبه) د بشري مرستو څلورمه کڅوړه چې نولس اعشاریه دوه (۱۹.۲) میلیونه امریکایي ډالر دي، ورسېده او د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوه.

څلور ورځې وړاندې (د لیندۍ ۲۱مه) د يادې مرستې درېيمه کڅوره چې (۱۹.۲) میلیونه امریکایي ډالر کېدل، را رسېدلې وه.

Visits: 587

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.