ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محب: تمه وه چې واک د لويې جرګې له لارې ولېږدول شي

محب: تمه وه چې واک د لويې جرګې له لارې ولېږدول شي

author avatar
17 Dec 2021 - 12:22
محب: تمه وه چې واک د لويې جرګې له لارې ولېږدول شي
author avatar
17 Dec 2021 - 12:22

کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۰): د مخکيني حکومت د ملي‌امنیت سلاکار وايي، د آی. اس. آی په لارښوونه طالبانو تصمیم درلود چې مخکينی ولسمشر غني اعدام کړي او له بلې خوا پتېيل شوې وه چې د لویې جرګې له لارې به واک طالبانو ته لېږدول کېږي خو طالبانو پر تسلیمۍ ټینګار کاوه.

حمدالله محب دغه څرګندونې تېره ورځ له ازادۍ راډیو او امریکا غږ سره په ځانګړو مرکو کې کې کړې دي.

د تېر حکومت دغه لوړپوړي چارواکي د جمهوري نظام له سقوط څلور مياشتې وروسته رسنيو سره خبرې کړې دي او اوسمهال په امریکا کې مېشت دی.

د آی. اس. آی. په لارښوونه طالبانو تصمیم درلود چې مخکينی ولسمشر غني اعدام کړي

محب په یادو مرکو کې ویلي چې د مخکني ولسمشر محمداشرف غني له هېواده د وتلو پرېکړه د تېرو درېیو کلونو د پېښو او جریاناتو له امله وه، نه دا چې پرېکړه په وروستیو ورځو او یا هم وروستۍ شېبه کې شوې وي.

دی وایي، د امنیتي ځواکونو د له کنټروله وتلو خبره هغه وخت ورته څرګنده شوه چې دغو ځواکونو په هوایي ډګر کې د ولسمشر د څلورو ځانګړو هليکوپټرو په چارو کې لاسوهنه وکړه.

هغه زیاته کړې، له دې ډلې یوه هليکوپټره چې غوښتل ‌یې «په غالب ګمان» د دفاع پخواني وزیر بسم‌الله محمدي پسې ورشي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا وویشتل شوه.

محب زیاتوي، د همدې حالت لیدو ورته وښوده چې که کابل کې پاتې شي، ممکن غني د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله له برخلیک سره مخامخ شي.

هغه ویلي، د افغانستان د حکومت چارواکو او هم د امریکا استخباراتو معلومات درلودل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې «آی. اس. آی» په لارښوونه طالبانو تصمیم درلود چې کابل ته له رسېدو وروسته مخکينی ولسمشر غني اعدام کړي.

محب وايي، له هېواده د اشرف غني د وتلو په اړه له امریکا سره هیڅ ډول همغږي او مشوره نه وه شوې او دی د هغه وتل «سل په سلو» کې د افغانستان په ګټه وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې محمداشرف غني هم له کابل څخه تر وتلو وروسته په ویډیویي پیغام کې چې له متحده عربي اماراتو خپور شو، له افغانستان څخه د خپلې وتنې په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل چې د وینو تویېدو د مخنیوي په هدف یې کابل پرېښود.

طالبانو د سقوط په ورځ د حکومت د تسلیمي اعلامیه غوښته

حمدالله محب وايي، د حکومت له پرځېدو مخکې د اوسني سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل حقاني سره یې د جوړجاړي په اړه خبرې کړې وې، خو په خبره يې، هغه غوښتل چې حکومت د «تسلیمۍ اعلامیه» ورکړي.

ده وویل: «د طالبانو غوښتنه هغه وخت دا وه چې تاسو یوه اعلامیه ورکړئ او ووایئ چې موږ تسلیم یو، له هغه نه وروسته به بیا مذاکره وکړو، ما ورته وویل چې اول سړی مذاکره کوي بیا مخته ځي، که چېرته اعلامیه د تسلیمۍ سړی ورکوي، بیا د مذاکرې ضرورت څه شی دی. دوی په هماغه خپل پیغام باندې ټینګار درلود او هېڅ نتیجې ته سره ونه‌ رسېدو».

د محب په وینا، پر کابل د طالبانو واکمنېدو په ورځ یې له حقاني سره د مخامخ لیدنې په اړه د امریکا له اوسني ځانګړي استازي ټام وست سره – چې هغه وخت د خلیلزاد مرستیال و – مشوره وکړه خو هغه پر طالبانو بې‌اعتماد و، ویل یې: «نه، مه ځئ، باور نشته، شاید یوې کوټې ته مو یوسي او ومو وژني.»

محب زیاتوي: «ما له وزیر صاحب د دفاع، وزیر صاحب داخلې او رئیس صاحب د امنیت ملي سره یوه جلسه دایره کړله، څلور واړه سره کېناستو، ما پوښتنه وکړه چې ایا مقاومت امکان لري او که نه؟ وزیر صاحب د دفاع دا خبره واضح کړله چې د دې امکان نه‌شته چې مقاومت دې وشي.»

مخکينی حکومت د لویې جرګې له لارې طالبانو ته واک لېږداوه

حمدالله محب وايي، ټاکنې او لږ تر لږه لویه جرګه هغه دوه غوراوي وو چې دوی غوښتل له مخې یې طالبانو ته واک ولېږدوي.

د هغه په وینا، له همدې امله حکومت د واک په وروستۍ ورځ هم غوښتل چې دوحې ته د خبرو لپاره پلاوی ولېږي، خو په خبره ‌یې طالبانو جوړجاړي ته زړه نه ښه کاوه.

محب زیاتوي: «وظیفه‌یې راسپارلې وه چې باید له طالبانو سره مذاکره وکړو څو د واک د انتقال لپاره داسې پروسه برابره کړو چې د افغانستان او د ولس ګټې په‌کې خوندي وي، خو متأسفانه هر ساعت وضعیت تبدیلېده، داسې یو حالت راغی چې اردو، پولیس او د امنیت‌ملي ځواکونه نور زموږ له کنټروله ووتل.»

د يادولو ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې وروستيو کې په تازه مرکه کې ويلي چې د افغانستان حکومت ته یې د لویې جرګې د رابللو طرحه سپارلې، تر څو د راتلونکي حکومت د جوړېدو، اساسي قانون او ملي بیرغ په اړه پرېکړې وکړي.

د محب په وینا، د افغانستان د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح له سقوط یوه ورځ‌ مخکې له کابله وتلی و.

هغه دا نه دي ویلي چې له غني سره یې د وتلو په اړه مشوره کړې وه او که نه.

محب په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت د یوې برخې مسولیت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اوږده واچاوه او وايي: «خلیلزاد د طالبانو لاس ونیو او کابل ته یې راوستل.»

هغه له اوسني سرپرست حکومت غواړي چې د واک د دوام لپاره باید پراخ‌بنسټه حکومت رامنځته کړي او له فکري او سیاسي پلوه بېلابېلو کسانو ته حکومت کې ځای ورکړي.

خو د اوسني سرپرست حکومت مسوولینو د محب د پورتنيو څرګندولو په تړاو څه نه دي ويلي. خو تردې مخکې يې په وار وار ويلي چې د محمداشرف غني حکومت سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه‌ و او د قدرت دوام‌ یې غوښته.

طالبانو ویلي، دوی کابل ته هم هغه وخت د ګډوډۍ د مخنیوي په خاطر ننوتل چې محمداشرف غني ترې ووت.

Visits: 1169

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.