ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې پر اته زره کورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه

خوست کې پر اته زره کورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه

author avatar
20 Dec 2021 - 18:14
خوست کې پر اته زره کورنيو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه
author avatar
20 Dec 2021 - 18:14

خوست ښار (پژواک، ۲۹ ليندۍ۱۴۰۰): په خوست ولایت کې پر اته زره اړمنو او بې سرپرسته کورنيو د خوراکي توکو د مرستې د وېش لړۍ پيل شوه.

یادې کورنۍ چې د دغه ولایت د مرکز متون او د پنځو بېلابېلو ولسواليو نادرشاه کوټ، اسماعېل خېل مندوزي، تڼي، صبري او موسی خېلو اوسېدونکي دي، نن د «ليندۍ ۲۹مه» پرې د خوراکي توکو د مرستې وېش لړۍ پيل شوه.

د خوراکي توکو په دې مرسته کې چې اوړه، غوړي او مالګه شامل دي، د خوراکي توکو نړيوال پروګرام په مالي لګښت د افغان پرمختيايي موسسې په مرسته پر يادو اتو زرو کورنيو وېشل کيږي.

د افغان پرمختيايي موسسې مسوول انجنير عبدالصبور د دغې مرستې د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، دا غني شوي خوراکي توکي دي چې د خوار ځواکو ماشومانو او د اميندوارو مېرمنو لپاره ګټور تماميږي.

ده وويل: ((دا مواد له نورو سره توپير لري، د دې خرڅلاو منع دی. هيڅوک نه شي کولی چې په بازار کې يې خرڅ کړي، صرف د بې وزله کورنيو لپاره دي. دا هغه کورنۍ دي چې بې وزله دي يا کونډې دي او يا يې د کورنۍ د غړو شمېر زيات دی، خو په راس کې يې سپين ږيري دي.))

ورته مهال د خوست مرستيال والي مولوي محمدانور دين پرور وايي چې د خوراکي توکو د مرستې د وېش دا لړۍ به دغو اتو زرو کورنيو ته تر راتلونکو څلورو مياشتو پورې دوام وکړي.

هغه د دغې مرستې د وېش پرمهال له نړيوالو مرستندويه ټولنو په ځانګړي ډول له نړيوال خوراکي پروګرام او د افغان پرمختيايي موسسې له مسوولينو مننه وکړه، چې په ستونزمنو حالاتو کې له بې وزله افغانانو سره مرسته کوي.

هغه زياتوي:((دغو خلکو کوشش کړی دا څو مياشتې لګيا دي، ترتيب يې جوړ کړی او لېستونه ورسره دي، کلي په کلي، کوڅه په کوڅه او کور په کور ګرځيدلي دي؛ موږ له دوی نه نور اميد هم لرو چې له هر ادرسه وي بې وزلو خلکو سره دا ډول مرستې وکړي.))

د جان بادشاه په نوم د موسی خېلو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي چې د خوراکي توکو دا مرسته يې ترلاسه کړې پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، خوښ دی چې په دې ستونزمن حالت کې ورسره مرسته وشوه.

هغه وويل، که څه هم په دې توکو يې تر يوه وخته ګوزاره کيږي، خو غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې ورسره دا ډول مرستې وشي.

هغه وايي: ((چې بېګاه ته راته يو څه پيدا شي هم ورته خوشحالېږم، ولې چې د ګټې وټې مو څوک نشته دى کونډې او يتيمان را پاتې دي.))

د قسمتې په نوم يوې کونډې مېرمنې هم پژواک اژانس سره خبرو کې خوشحالي څرګنده کړه چې د اوړو او نورو خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.

هغې وويل، دا وس يې نه درلود چې په ښار کې د ځان لپاره يوه بورۍ اوړه او نور د اړتيا وړ شيان واخلي خو اوس به د څه وخت لپاره ترې بې غمه وي.

Visits: 37

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.