ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځواکونو د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه نيولې

افغان ځواکونو د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه نيولې

author avatar
21 Dec 2021 - 12:16
افغان ځواکونو د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه نيولې
author avatar
21 Dec 2021 - 12:16

جلال اباد (پژواک، ۳۰ ليندۍ ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د استخباراتو رياست ځواکونو د دغه ولايت لعلپورې ولسوالۍ مربوطاتو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري په خپلسري توګه د اغزن تار غځولو مخه نيولې ده.

په هغو ويډيو ګانو او تصويرونو کې چې ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ليدل کېږي چې د ننګرهار د استخباراتو رييس ډاکټر بشير د لعلپورې ولسوالۍ پلواسۍ سيمه کې د اغزن تار بنډلونه خپلو موټرو ته پورته کوي او پاکستاني ځواکونو ته توندې خبرې کوي.

په نشر شوې ويډيو کې نوموړی پاکستانيو ځواکونو ته په خطاب کې وايي: ((ګوره دا اخري خبره ده، کوم ځای کې دې چې دا پوسته جوړه کړې دا هم غلطه ده، تاسره زما ډېر حساب دی، که ښکته دې قدم کېښودو قسم په هغه ذات موږ ستا د جنګ لپاره دومره خوشالېږو لکه له يهودو سره مو چې جنګ وي.))

په ټولنيزو شبکو کې د استخباراتو رياست دغه کړنه له ښه هرکلي سره مخ شوې او د دغه کار ستاینه يې شوې ده.

د لعلپورې ولسوالۍ يو اوسېدونکي رومان مومند هم پژواک ته وويل چې د ننګرهار د استخباراتو رييس او پرسونل يې پرون د اغزن تار غځولو مخه نيولې ده.

هغه وايي، پاکستانيو ځواکونو له دغې سيمې هاخوا د افغانستان په خاوره کې تر دې وړاندې هم اغزن سيم غځولی او اوس يې هڅه کوله چې نور هم مخکې راشي خو د افغان ځواکونو له لوري يې مخه ونيول شوه.

د ننګرهار ولايت مقام د رسنيو دفتر هم پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې دا خبر تاييد کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍکې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو مخه ونيوله او اغزن تار یې ور ټول کړ.

د خبرپاڼې په وينا، افغان لوري پاکستاني لوري ته ويلي چې پر دغه ډول فعالیتونو يې غلي نه پاتې کيږي.

سرچينه زياتوي چې په سيمه کې د پاکستان لوري د مخکې تګ او اغزن تار غځولو مخنيوي شوی او امنيتي ځواکونه د تيار سئ په حال کې دي.

په ورته وخت کې د ختيځ زون تنظیمه رييس او د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او د ولايت مرستيال د يو شمېر نظامي مسولينو په ملتيا له سيمې ليدنه کړې او سرتېرو ته يې د هر راز چمتووالي ډاډ ورکړی.

د يادونې ده چې د ننګرهار ترڅنګ په کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې هم پاکستان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې له صفري نقطې ډېر مخ ته راغلى دى.

Visits: 906

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.