ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سمنګان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي

په سمنګان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي

author avatar
24 Dec 2021 - 12:30
په سمنګان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي
author avatar
24 Dec 2021 - 12:30

ایبک (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر چپه کېدو له امله ۲ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د سمنګان ولایت مطبوعاتي مسوول خیرخواه سمنګاني وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰بجې د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه‌ توت سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه: «دغه موټر له مزار ښاره د کابل پر لوري روان و او لسګونه مسافر په کې سپاره وو چې د موټر چلوونکي د تېز تګ له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.»
نوموړی وایي، د موټر چپه کېدو په دې پېښې کې ۲ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د سمنګان مرکزي روغتون ته ولېږدول شوي دي.
په ورته مهال، د سمنګان ولایتي روغتون مسوولین هم دغه روغتون ته د ۲ مړو او ۶ ټپیانو لېږد تاییدوي.
د یاد روغتون د بېړنۍ برخې نوکریوال ډاکتر نجیب الله وویل چې د پېښې ټول ټپیان د ښې درملنې په موخه د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Visits: 192

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.