ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قاري فصيح الدين: ښه ګاونډیتوب ته ژمن یو خو که پر خاوره مو تېری وشي، غلي نه پاتې کېږو

قاري فصيح الدين: ښه ګاونډیتوب ته ژمن یو خو که پر خاوره مو تېری وشي، غلي نه پاتې کېږو

author avatar
24 Dec 2021 - 11:15
قاري فصيح الدين: ښه ګاونډیتوب ته ژمن یو خو که پر خاوره مو تېری وشي، غلي نه پاتې کېږو
author avatar
24 Dec 2021 - 11:15

جلال اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۰): د اسلامي امارت لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح ننګرهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال ويلي چې ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي خو که چا يې پر خاوره تېری وکړ، نو پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي.

نوموړي دا څرګندونې د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال کړې او هلته يې د امنيتي ځواکونو له چمتووالي له نږدې لیدنه کړې ده.

څو ورځې مخکې د ننګرهار د استخباراتو رياست له لوري د لعلپورې ولسوالۍ په پلوڅۍ سيمه کې د پاکستاني ځواکونو له خوا د اغزن تار غځولو مخنیوی کړی و او اغزن تار هم افغان ځواکونو له ځان سره وړی و.

له دې پېښې وروسته د ننګرهار والي په سيمه کې افغان ځواکونو ته د تيارسئ امر وکړ او ګواښ يې کړی و که هر څو د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولینو پژواک ته وويل چې پرون د هېواد لوی درستيز او د ننګرهار والي د يو شمېر نورو مسوولينو په ملتيا لعلپورې ولسوالۍ کې له ډيورنډ کرښې څخه لیدنه وکړه.

د دغه رياست له خوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح، د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او نورو مسوولينو د ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې د امنيتي ځواکونو چمتووالی له نږدې وکوت او هغوی يې خپلو مسووليتونو ته ځير کړل.

په خبرپاڼه کې د لوی درستيز قاري فصيح الدين فاتح له قوله راغلي چې اسلامي امارت ښه ګاونډيتوب، نېکو اړيکو او متقابلو همکاريو ته ژمن دی؛ خو که څوک یې پر خاوره تېری وکړي، پر وړاندې يې غلي نه پاتې کېږي، بيا به مسووليت د تېري کوونکي هېواد پر غاړه وي.

په ټولنيزو شبکو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان چارواکو دغه دريځ ستايل شوی او ټينګار شوی چې هيچا ته بايد پر افغان خاوره او د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجاره ورنه کړل شي.

Visits: 2524

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.