ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا والي: هټۍ وال دې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي

د پکتيکا والي: هټۍ وال دې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي

author avatar
25 Dec 2021 - 15:40
د پکتيکا والي: هټۍ وال دې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي
author avatar
25 Dec 2021 - 15:40

ښرنه (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): د پکتيکا والي له ښرنې ښاره د ليدنې پرمهال له هټۍ والو وغوښتل چې راکړه ورکړه دې یوازې په افغانۍ وکړي.

والي مولوي عبدالله مختار نن له ښرنې ښاره د ليدنې پرمهال وويل چې حکومت د نرخونو د کنټرول او په ملي پیسو د راکړې ورکړې په اړه پلان جوړ کړی او ژر به عملي شي.

نوموړي وويل چې د ياد پلان په عملي کېدو سره به نرخونه کنټرول او راکړه ورکړه به يوازې په افغانۍ وي.

والي دغه راز هټيوالو ته سپارښتنه وکړه چې د نرخونو په کابو کولو کې دې له حکومت سره همکاري وکړي.

د ښرنې ښار يو تن صراف حاجي اکبر وويل چې دوی په بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې له بنديز سره موافق او د حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي.

د ښرنې ښار يو تن اوسېدونکی، داوود وايي چې په بهرنيو اسعارو راکړه ورکړه په ښرنه کې د نرخونو د لوړېدو سبب شوې.

د يادونې ده چې نن په ښرنه کې د افغانيو د دودولو په موخه لاريون هم تر سره شو.

Visits: 200

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.