ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

مولوي شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

author avatar
25 Dec 2021 - 16:42
مولوي شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو
author avatar
25 Dec 2021 - 16:42

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۰): مولوي شاه محمد شاهد د ریاست الوزرا د حکم پر اساس د لویې څارنوالۍ د سرپرست او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه وګومارل شو.

دغه مطلب د لویې څارنوالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی او زياته شوې چې د نوموړي د معرفي غونډه نن وشوه.

سرچينه کاږي، د چارو ادارې استازي مولوي عبدالباقي منصور ګډونوالو ته د لويې څارنوالۍ د سرپرست او مالي او اداري چارو مرستیال د ریاست الوزرا حکم ابلاغ کړ.

منصور وویل، د هر نظام ستنې پر اداري سیستم ولاړې دي او هر نظام که پرمختګ غواړي، باید د اداري سیستم د پياوړتیا لپاره هڅې وکړي.

ده زياته کړه، موږ او تاسې ټولو ته په کار ده چې د دې مظلوم ملت او افغانستان خدمت په سمه توګه وکړو.

د لويې څارنوالۍ سرپرست او د دغې ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مولوي شاه محمد شاهد لویه څارنوالي د اوسني نظام په چوکاټ کې یوه مهمه اداره وبلله او دا اداره يې د تحقیق او په شرعي محکمه کې د دعوا د اقامې تر څنګ د شريعت او قانون د یوشان پلي کېدلو بنسټیزه مرجع یاده کړه.

ده ډاډ ورکړ چې لویه څارنوالي به د ملت پر وړاندې مسووله او د اسلامي شریعت او قوانینو په اړه یوه بې طرفه اداره وي.

نوموړي ژمنه وکړه چې دا اداره به په خپلواکه توګه اجراات کوي.

شاهد زیاته کړه: «اسلامي شریعت او قوانین به پر ټولو یو شان پلی کېږي او په دې برخه کې هیڅ ډول استثنا نشته.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د لویې څارنوالۍ سرپرست د دغې ادارې له ټولو پخوانیو متخصصو، کارپوه او پاک نفسه کارکوونکو څخه غواړي چې دندو ته حاضر او د اوسني نظام تر چتر لاندې خپل وطن ته د خدمت جوګه شي.

همداراز په دې غونډه کې شیخ الحدیث مولوي عبدالحمید حماسي د دغې ادارې له ټولو کارکوونکو غوښتنه وکړه، چې نظام کې د اصلاحاتو او خلکو ته د خدمت کولو په موخه لاس یو کړي.

هغه دا د ټولو ګډ مسوولیت وګاڼه چې له ظالمه د مظلوم حق واخلي.

Views: 1453

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.