ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب ورکول شوى

دفاع وزارت: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب ورکول شوى

author avatar
25 Dec 2021 - 14:51
دفاع وزارت: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب ورکول شوى
author avatar
25 Dec 2021 - 14:51

اسعد اباد (پژواک، ٤ مرغومى ١٤٠٠): د کونړ اوسېدونکي وايي چې په تېرو څو ورځو کې پاکستاني ځواکونو د دغه ولايت پر بېلابېل سيمو سلګونه راکټي بريدونه کړي، خو د ملي دفاع وزارت وايي چې د دغو بريدونو ځواب ورکول شوى دى.

د کونړ پر دانګام، شلتن، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې پاکستاني ځواکونو سلګونه راکټي بريدونه کړي چې خلکو ته په کې مالي زيانونه اوښتي دي.

بل لورته ځایي اوسېدونکي وایي چې تېره شپه افغان حکومتي ځواکونو هم د پاکستاني راکټي بریدونو په ځواب کې د توپونو ډزې کړې دي.

د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي ملک خان باچا د مرغومي په ۴ مه پژواک ته وویل چې تېره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند ګنجګل څپري، کریړ سر او ګلاب پړۍ سیمو باندې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني ځواکونو له لوري سلګونه راکټي بریدونه شوي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په پايله کې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي او څاروي يې هم له منځه تللي دي.

نوموړی زياتوي: ((پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې په دې هڅه کې و چې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د کریړ په لوړه څوکه نظامي تاسیسات جوړ کړي چې اوس خپلې موخې ته رسېدلي او تازه یي د کونړ پر خاوره په دغه سیمه کې نظامي اډې جوړې کړې دي، تېره شپه له همدغه ځایه زموږ د ولسوالۍ ځینې سیمې پر توپونو ویشتل کیدې چې په غبرګون کې یې د اسلامي امارت ځواکونو هم د توپونو ډزې وکړې.))

دغه راز د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهیم وایي چې د اسلامي امارت له راتګ سره د پاکستاني ځواکونو له لوري راکټي بریدونه زیات شوي او په وقفه یي ډول سهار او ماښام لسګونه توغندي د شلتن په چوګام، سونو او رودو سیمو ویشتل کیږي .

نوموړی زیاتوي:((بېګا شپه تر سهاره د پاکستاني میلشو له لوري زموږ پر ولسوالۍ توغندي توغول شوي، زموږ ماشومانو له وېرې خوب نه دی کړی، د پاکستاني اړخ چورلکې هم ګرځېدې،خلک مجبوره شوي چې مېنې پرېږدي او نورو امنو سیمو ته کډه شي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو يې د يادې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د اړوندې موضوع په اړه د کونړ حکومتي مسوولينو له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خورازمي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي چې د پاکستان راکټي بريدونه بې ځوابه پاتې نه دي.

هغه وايي: ((که له هغه لوري يو راکټ هم راغلى وي له دې لوري ځواب ورکول شوى دى، يعنې په دې اړه موږ بې تفاوته نه شو پاتې کېدلى، موږ ځواب ورکوونکي يو او ځواب ورکوو.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ لوى درستيز قاري فصيح الدين فاتح هم ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي و چې افغانان ښه ګاونډيتوب ته ژمن دي، خو که پر خاوره يې تېرى وشي غلي نه پاتې کيږي.

د یادونې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر بېلابېلو سیمو په وقفه یي ډول بریدونه کوي.

Visits: 1476

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.