ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک کولای شي سر له نن څخه د پاسپورټ غوښتنې انلاین فورمې ډکې کړي

خلک کولای شي سر له نن څخه د پاسپورټ غوښتنې انلاین فورمې ډکې کړي

author avatar
25 Dec 2021 - 12:07
خلک کولای شي سر له نن څخه د پاسپورټ غوښتنې انلاین فورمې ډکې کړي
author avatar
25 Dec 2021 - 12:07

کابل (پژواک،۴ مرغومی ۱۴۰۰): د حکومت یو چارواکی وایي چې د پاسپورټ مراجعین کولای شي سر له ننه یوازې له انلاین لارې د پاسپورټ غوښتنې فورمې ډکې کړي.

دغه څرګندونې تېره ورځ د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي.

هغه زیاته کړې چې حکومت دغه پرېکړه د ګڼې ګوڼې او خلکو د تکلیف د مخنیوي په موخه کړې ده.

د سرچینې په خبره د پاسپورټ ریاست ویب پاڼه فعاله ده .

سمنګاني دې ته په اشاره چې له دې وروسته به سفارشي لیکونه او ورقې نه منل کېږي ویلي چې سر له نن څخه کاغذي عرض پاڼې هم نه منل کیږي او احکام پرې نه صادرېږي.

د پژواک د یوه خبر په اساس چې د لېندۍ په ۲۷ خپور شوی، د پاسپورټ ریاست عمومي رییس عالم ګل حقاني ویلي و چې د پاسپورټ غوښتونکو لپاره نوې انلاین فورمې ډیزاین شوې او تېرې انلاین فورمې د اعتبار وړ نه دي.

Visits: 416

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.