ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباس ستانکزى: امريکا دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې بندې کړي

عباس ستانکزى: امريکا دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې بندې کړي

author avatar
26 Dec 2021 - 16:29
عباس ستانکزى: امريکا دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې بندې کړي
author avatar
26 Dec 2021 - 16:29

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰ ): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، هيڅوک دې داسې فکر نه کوي چې افغانان له جګړې ستړي شوي او له ځانه د دفاع وړتيا نه لري، بلکې د اړتيا پرمهال ٤٠ کاله نور هم جګړه کولاى شي.

دغه څرګندونې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي د مرغومي په پنځمه کابل کې د اهل تشيع د عالمانو يوې لويې غونډې ته وکړې.

ستانکزي وويل چې روانې بشري مرستې د افغانستان درد نه شي دوا کولاى افغانان بايد په خپلو مټو خپل هېواد ورغوي.

ده ټينګار وکړ چې امريکا دې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې بندې کړي او زياتوي، هيڅوک دې داسې فکر نه کوي چې افغانان له جګړې ستړي شوي او له ځانه د دفاع وړتيا نه لري، بلکې د اړتيا پرمهال ٤٠ کاله نور هم جګړه کولاى شي.

هغه وايي، د اقتصادي پياوړتيا لپاره مهمه ده چې افغانستان له نړۍ سره اړيکې ولري او  تعامل وکړي.

د ستانکزي په وينا، نړيوالې ټولنې د خپلو غوښتنو د منلو په خاطر پر افغانستان اقتصادي فشارونو ته مخه کړې ده.

خو هغه پر نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره دې اقتصادي همکاري وکړي او دلته دې د اقتصادي ودې لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان او نړۍ ترمنځ بې اعتمادي را پيدا شوې چې دا بايد له منځه يوړل شي.

هغه دا هم وويل چې امريکايي ځواکونه له افغانستانه د شپې له تيارو څخه په ګټې اخيستنې سره ووتل او دا مهال افغانستان يو خپلواک هېواد او پرېکړې خپله افغانان کوي.

نوموړي وايي چې د نظام د پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او په بېلابېلو برخو کې هره ورځ نوي کسان ګومارل کيږي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر غړي انس حقاني وویل چې دوی په کور دننه مشروعیت ترلاسه کړى، خو په وینا یې نړۍ نه غواړي چې افغانستان په خپلو پښو ودریږي، نو ځکه يې ورباندې محدودیتونه وضع کړي دي.

حقاني نننۍ غونډې ته په اشارې سره وويل چې دغه خلک د خپل قوم اصلي استازي دي، ځکه يې خپل درد او همکاري دواړه له حکومت سره شريک کړي دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.