ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انس حقاني: له پخوانيو دولتي کسانو سره دې غوره چلند وشي

انس حقاني: له پخوانيو دولتي کسانو سره دې غوره چلند وشي

author avatar
27 Dec 2021 - 19:40
انس حقاني: له پخوانيو دولتي کسانو سره دې غوره چلند وشي
author avatar
27 Dec 2021 - 19:40

پل علم (پژواک ۶ مرغومی ۱۴۰۰): انس حقاني د دې ترڅنګ چې وايي، کوم چارواکي چې ځان کې د کار وړتيا نه ويني، خپل ځای دې بل چاته پرېږدي، ټينګار وکړ چې له پخوانيو دولتي کسانو سره بايد غوره چلند وشي.

نوموړي دغه څرګندونې په لوګر کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د بريد (د مرغومي شپږمې) د ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې او دا ورځ يې د هېواد لپاره توره ورځ وبلله.

ده وويل، لکه څنګه چې دين د ټولو دی، همداسې شرعي نظام هم د ټولو مشترک دی، نو موږ باید له تاریخه درس واخلو.

ده زياته کړه: “څوک چې ځان کې اهلیت نه ویني، د مسلمانانو حقوق دې نه تلف کوي، خپل ځای دې بل چاته پرېږدي.”

د هغه په وينا، په زور زړونه نه ګټل کېږي، له نرمښت بايد کار واخیستل شي، نظام حوصله غواړي، ځکه د خلکو زړونه په ټوپک نه ګټل کېږي.

دی وايي: “پخواني دولتي کسان هم اوس زموږ رعیت دي، باید ښه اخلاق او غوره چلند ورسره وکړو.”

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ‏ستانکزي وویل، د افغان جهاد په برکت له ټولې نړۍ د سوسیالیزم او کمونیزم ټغر ټول شو او دا د افغانانو لپاره ستر ویاړ دی.

‏هغه وایي: “امریکایانو ته مې مخامخ وویل چې نړۍ کې دوه سوپر قدرتونه دي، یو تاسې یاست او یو موږ، ځکه سره وهو، ګورو به چې څوک یې ګټي، الحمدلله موږ وګټله او هغوی شکست وخوړ.))

د نوموړي په وينا، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، موږ افغانان باید نور خپلمنځي اختلافات لرې کړو، ټول په ګډه لکه د یوې کورنۍ غړی سره په مینه او ورورګلوۍ ژوند وکړو او د هېواد د بیارغونې لپاره کار وکړو  .

د لوګر والي مالی خان وویل، ډېره مبارزه مو وکړه او قربانۍ مو ورکړې، اوس چې یو ازاد او خپلواک هېواد لرو، نو ټولو مسوولینو ته لازمه ده چې خلکو سره په ښه توګه چلند وکړي.

د ده په خبره، ټول بايد هڅه وکړو چې ولس ته خدمت وکړو او د هېواد په بیارغونه کې ګوټلي ګامونه واخلو.

Visits: 2848

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.