ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټر عبدالله له کرزي او مسلمیار سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي

ډاکټر عبدالله له کرزي او مسلمیار سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي

author avatar
27 Dec 2021 - 16:31
ډاکټر عبدالله له کرزي او مسلمیار سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي
author avatar
27 Dec 2021 - 16:31

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د مخکني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله وايي چې له پخواني ولسمشر کرزي او د مشرانو جرګې له مخکني مشر مسلمیار او ځینو نورو سره یې د خلکو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

هغه دغه څرګندونې نن پر خپلې فېسبوکپاڼه لیکلې دي.

عبدالله لیکلي چې د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مشرانو جرګې له مخکني مشر فضل هادي مسلمیار، د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مرستیال اسدالله سعادتي او حامد کرزي ته له نږدې سیاستوال شهزاده مسعود سره یې نن لیدلي دي.

ده زیاته کړې چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت، د خلکو د ستونزو پر حل او اړوند نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

یاد پنځه واړه هغه کسان دي چې په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته په هېواد کې پاتې دي او په داسې حال کې کله ناکله له یو بل سره ګوري چې د تېر حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي له افغانستانه وتلي دي.

Visits: 2081

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.