ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې یوه خصوصي ښوونځي سلګونو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده

بامیان کې یوه خصوصي ښوونځي سلګونو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده

author avatar
30 Dec 2021 - 15:07
بامیان کې یوه خصوصي ښوونځي سلګونو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده
author avatar
30 Dec 2021 - 15:07

بامیان (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): په بامیان کې د یوه خصوصي ښوونځي مسوولین چې د دغه ولایت د بودا مجسمې لوېدیځ کې یې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د وړیا زده کړو او روزنې زمینه برابره کړې، وايي چې نجونې لومړیتوب لري.

د بامیان ښار په مرکز کې د صلصال بودايي مجسمې په ۵۵مترۍ «ریګشاد» کلي کې د «تکامل دانش» په نوم ښوونځي د ۴۰۰ نجونو او هلکانو لپاره له لومړي تر دوولسم ټولګيو د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د «تکامل دانش» خصوصي ښوونځي مدیر محمد زمان اندیشمند پژواک ته وویل، سږ کال د کرونا ناروغۍ او په هېواد کې د سیاسي بدلون له امله رامنځته شوو محدودیتونو د بامیان د خلکو بېوزلي او بېکاري ډېره کړې، په دغه ولایت کې ډېری کورنۍ ښوونیزو کورسونو ته د خپلو اولادونو د لېږلو توان نه لري.

هغه وايي، تر اوسه یې «تکامل دانش» خصوصي ښوونځي کې تر ۴۰۰ د ډېرو زده کوونکو لپاره چې تر ۶۰ سلنه ډېرې نجونې دي، له لومړي تر دوولسم ټولګیو پورې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه: ((موږ له هيڅ زده کوونکي پیسې نه اخلو، زموږ ښوونیز پروګرامونه وړیا دي او تر اوسه تر ۴۰۰ ډېرو نجونو او هلکانو له لومړي تر دوولسم ټولګيو کې نوم لیکنه کړې ده. نجونې زده کوونکې زموږ لومړیتوب کې دي؛ ځکه موخه مو دا ده چې هغه نیمګړتیاوې پوره کړو چې سږ کال ورسره نجونې زده کوونکې مخ وې. دغه راز غواړو د وړیا زده کړو له لارې هلکان له لنډه غرۍ وژغورو.))

هغه وايي، اته تحصیل کړي ځوانان حاضر دي چې د بامیان نجونو او هلکانو ته په وړیا ډول زده کړې ورکړي. هغه له نورو تحصیل کړو ځوانانو او بهر مېشتو افغانانو غواړي چې زده کړو او روزنې ته د ماشومانو د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي.

د اندېشمند په باور، بېوزلي، لوږه او نورې ستونزې د تېرېدو او جبران به حال کې دي خو د ماشومانو بې سوادي چې د هېواد راتلونکی يې په لاس کې دی، د هېواد د بې ثباتۍ او شاته پاتې کېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې بامیاني کورنۍ د «تکامل دانش» خصوصي ښوونځي له دغه اقدامه ستاینه کوي وايي، که یاد ښوونځي ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه نه وای برابره کړې، دوی د بېوزلۍ او لوږې له امله نه شو کولای ماشومان مو ښوونیزو کورسونو ته ولېږي.

د «ریګشاد» کلي یوه اوسېدونکی اسحاق فراز په بامیان کې پژواک ته وویل، درې خپل او پنځه د خپلوانو ماشومان یې په دغه ښوونځي کې په وړیا توګه زده کړې کوي.

نوموړی زیاتوي چې ماشومان یې د ښوونځي د زده کړو له کیفیته راضي دي.

د بامیان د مرکز بل اوسېدونکی محمد جان ابراهیمي هم وايي، لور او زوی یې چې د درېیم او پنځم ټولګي زده کوونکي دي، په «تکامل دانش» خصوصي ښوونځي کې زده کړې کوي.

د ابراهیمي په خبره، که دغه ښوونځي زده کوونکو ته د وړیا زده کړو زمینه نه وای برابره کړې، هغه به د بېکارۍ او فقر له امله نه و توانېدلی چې ماشومان یې ښوونیزو کورسونو ته ولېږي.

په دې وروستیو کې د بامیان د یکه ولنګ ولسوالۍ ادارې په یوه لیک کې له قومي مشرانو، کلیوالو او تحصیل کړو ځوانانو غوښتي چې په یکه ولنګ ولسوالۍ کې له استثنا پرته ښوونیز ژمني کورسونه فعال شي.

د یادونې ده، د هېواد یو شمېر ځوانانو هم د واټسپ او ګوکل میت له لارې تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو لپاره د «شمامه» په نوم انلاین ښوونیز وړیا ټولګي پیل کړي چې تر اوسه په یادو ټولګیو کې له ټول هېواده ۱۵۰۰ نجونو ګډون کړی دی.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.