ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د ۱۸زره ماشومانو لپاره د زده کړو سیمه ییز ټولګي جوړ شول

په فراه کې د ۱۸زره ماشومانو لپاره د زده کړو سیمه ییز ټولګي جوړ شول

author avatar
30 Dec 2021 - 17:30
په فراه کې د ۱۸زره ماشومانو لپاره د زده کړو سیمه ییز ټولګي جوړ شول
author avatar
30 Dec 2021 - 17:30

فراه (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۰): په فراه کې د افغانستان د پرمختیا لپاره د رفاه موسسې (ودان) له خوا زده کړو ته د لاسرسي په موخه ۶۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شول.

په فراه کې د ودان موسسې مسوول شقیق الله بابکرخېل پژواک خبري اژانس ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې د افغانستان د پرمختیا لپاره د رفاه موسسې (ودان) له خوا په یاد ولایت کې د زده کړو ۶۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي دي.

د بابکرخېل په خبره چې دغه ټولګي رسمي دي او د زده کوونکو د اساس شمېره لري او له لومړي پیل تر درېیم ټولګي پورې دي او وروسته به شرایطو ته په کتو دوام پیدا کړي.

هغه زیاته کړه چې په یادو ټولګیو کې به چې د فراه په مرکز او بکواه، پرچمن، بالابلوک، خاک سفید او پشت رود ولسوالیو کې جوړ شوي، د نجونو په ګډون له اوو تر ۱۶ کلن ۱۸زره زده کوونکي جذب شي.

نوموړي وویل چې د یادو ټولګیو له پیلېدو سره هم مهاله به ۶۰۰ ښوونکي په یادو ټولګیو کې د تدریس په موخه وګومارل شي.

د ودان ولایتي مسوول وویل چې هر زده کوونکي ته مو یو یو بکس، پنځه کتابچې، پنسل، رنګه پنسل او اووه ټوکه کتابونه چې د لومړي ټولګي تعلیمي نصاب اړوند دي، هم توزیع کړي دي.

د فراه د پوهنې ریاست د ودان دفتر له فعالیتونو د هرکلي ترڅنګ د دغه پروګرام د تطبیق په برخه کې د هر اړخیز ملاتړ اعلان وکړ.

د فراه د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک ته وویل چې په تېرو دوو لسیزو کې په ولسوالیو کې ښوونځيو ته د ماشومانو لپاره د زده کړې امکانات صفر وو او د ودان موسسې دغه اقدام د دې لامل شو چې زرګونه ماشومان په ولسوالیو او کلیو کې زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د دغه هېواد د ماشومانو ښوونې او روزنې ته ژمنه ده او په دې برخه کې د خپل توان مطابق مسوولانه همکاري کوي.

د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د ایغور کلي یوه اوسېدونکي ذبیح الله، په داسې حال کې چې بکس او کتابونه اخیستي وو او خپل درسي صنف ته روان و، پژواک ته په ماشومانه ژبه وویل: «ښوونځي ته تګ ډېر خوند لري، زه درس وایم، غیر حاضري نه کوم.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې په یادو ولسوالیو کې د جنګونو او د مخکني حکومت د نه حاکمیت له امله ښوونځيو ته د ماشومانو تګ صفر او زرګونه ماشومان له تعلیمه بې برخې پاتې وو.

د یادونې ده، یاد پروګرام د روان کال د لېندۍ په میاشت کې رسماً پیل شوی او د درېیو کلونو لپاره به دوام لري، دغه ټولګي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق په مالي مرسته د ودان موسسې له خوا تطبیقېږي.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.