منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۳ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
آرشیف

2022

۷،۶۳۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د پاسپورټ ریاست: تر درې میلیونه زیات پاسپورټونه د چاپ په حال کې دي

د پاسپورټ ریاست د ۷۱۴زره پاسپورټونو د وېش او له دغه مدرکه د څه باندې ۴میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکوي او وایي، تر راتلونکې یوې میاشتې په ورځنۍ کچه د پاسپورټونو د وېش شمېر له ۴زره څخه ۱۰زرو ته لوړوي.

غړي

د میدان وردګو په سیداباد او چک ولسوالیو کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې لړۍ پيل شوه

د میدان وردګو طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، نن د دغه ولایت د سیداباد او چک ولسواليو له ۱۹۵ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د ۱۵ میلیونه او ۶۰۰زره افغانيو په ارزښت د نغدو پيسو، خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه.

کابل کې یوه کونډه له حکومته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي

کونډه ثریا چې د خپل عمر تر دوې لسیزې ډېره موده یې د ګرم تناره ترڅنګ او خلکو ته په ډوډۍ پخولو تېره کړې، هیله لري چې لوڼې یې زده‌کړې وکړي؛ هغه له حکومته غواړي څو هر څه ژر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.

غړي

«د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د «بیزو تڼاکې» له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د لازم چمتووالي خبره کوي چې د روغتیا نړۍ­وال سازمان، په بېلابېلو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو د ثبتېدو له امله، بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی دی.

غړي

لوګر کې سېلاب‌ځپلي بېړنۍ مرستې غواړي

په لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي، کورونه یې په بشپړ ډول له منځه تللي او اوس خوراکي توکو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري. د دغه ولایت…

نور راپورونه