لوګر کې د یوه روغتیايي مرکز او جومات جوړولو چارې پيل شوې
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز او یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز او یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د تېرې یوې میاشتې په پرتله د پیازو بیې له درې برابره لوړېدو شکایت کوي چې مسوولینو ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د پیازو بیه بېرته راټيټه شي.
په هرات کې حکومتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون، د داعش ډلې پنځه غړي وژل شوي دي.
د فوټبال د ۱۴ کلونو ملي لوبډله د مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه نن ازبکستان ته یو د صفر پر وړاندې وبایلله.
د افغانستان بانک سرپرست وایي، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته به په هېواد کې د و ضعیت ښه کېدو او اقتصادي همکاریو په برخه کې اغېزناک رول ولري.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي، «اسلامي امارت» د دوحې تړون ته ژمن دی او له افغانستان څخه به نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه پېښېږي.
پکتيا کې د باروړونکو موټرونو چلوونکي په لويو لارو کې د وسلهوالو غلو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي، ډېرى مهال دغه غله ترې پیسې او قيمتي توکي د وسلې په زور اخلي.
د زابل اوسېدونکي وايي، که په مرکز کلات کې پر ترنک سیند جوړ شوی پل - چې اوس یې ډېرې برخې زیانمنې شوې - و نه رغول شي، نو په را روان ژمي کې یې د بشپړ ویجاړېدو ګواښ شته.
د کابل-کندهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ نور ټپيان شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د لاسي بم چاودنې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.
پولنډ وایي، روسیې پرې دوه توغندي توغولي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي؛ روسیې بیا دا ادعا رد کړې، خو امریکا او ناټو وایي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له پاکستانه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او که اړتیا وي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې همکاري وکړي.
ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا پر ښځو د نوو محدودیتونو لګولو په اړه اندېښنه ښودلې او غندلي یې دي.
د راپورونو له مخې، د نړۍ نفوس اته میلیارد کسانو ته رسېدلی چې د شمېرو پر اساس، په تېرو نږدې ۵۰ کلونو کې په دغه شمېر کې څلور میلیارد زیاتوالی راغلی دی.
هند کې یوڅلوېښتم نړۍوال سوداګریز نندارتون پرانیستل شو چې په کې د افغانستان تولیدات او محصولات هم نندارې ته وړاندې شول.
د برېښنا شرکت وايي، کابل ته د تاجکستان وارداتي برېښنا ونښلول شوه چې ورسره د نهو ولایتونو د برېښنا بهیر عادي حالت ته را وګرځېد.
د ميدان وردګو مسوولین وايي چې د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۱۱ تنه ژوبل شوي دي.
د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه د خرلاچي دروازه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څلوېښت دقیقې جګړه شوې ده.
د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د چین، قرغیزستان او منګولیا پانګهوال لېواله دي چې په افغانستان کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس فابریکو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د چارو اداره وایي، د لغوه شوو ادارو سلګونه کارکوونکو ته معاشونه ورکوي او دغه لړۍ پيل شوې ده.
په جوزجان کې له ۸۳۰ کورنيو سره د لمريزې برېښنا د تولید وسایلو او کابل کې له ۳۷۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په افغانستان کې امنیت ښه شوی او ایراني پانګهوال کولی شي چې د هېواد د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په زرنج ښار کې د دودیزو درملو پلورونکي د یوناني او دودیزو درملو د کارونې د بېساري زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د درېیو میاشتو مخکې په پرتله یې د پلور کچه دوه برابره ډېره شوې ده.
د فوټبال د ۱۴ کلونو ملي لوبډله د مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې سبا خپله درېیمه لوبه له ازبکستان سره کوي.