ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نړۍ نفوس اته میلیارد ته ورسېد

د نړۍ نفوس اته میلیارد ته ورسېد

author avatar
16 Nov 2022 - 01:10
د نړۍ نفوس اته میلیارد ته ورسېد
author avatar
16 Nov 2022 - 01:10

اټلانټا (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د نړۍ نفوس اته میلیارد کسانو ته رسېدلی چې د شمېرو پر اساس، په تېرو نږدې ۵۰ کلونو کې په دغه شمېر کې څلور میلیارد زیاتوالی راغلی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د نړۍ د وګړو زیاتوالي لامل د انسانانو په ژوندانه کې ښه‌والی، عامه روغتیا، خواړه، پاکوالی، د درملو شتون او په ځینو هېوادونو کې دوامداره او ډېره امیدوارۍ بللی دی.

په داسې حال کې چې ۸ میلیاردو ته د نړۍ نفوس په ډېرېدو کې ۱۲ کاله تېر شول، شاوخوا ۱۵ کاله نور به ونیسي چې په ۲۰۳۷ کال کې په نړۍ کې د وګړو شمېر ۹ میلیارد ته لوړ شي.

دا د دې یوه نښه ده چې په ټوله کې د نړۍ د نفوس وده په سوکه کېدو ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، په ۱۸۰۰ پېړۍ کې د نړۍ د وګړو شمېر یو میلیارد، خو په ۱۹۲۸ زیږدېز کال کې دغه شمېر دوه میلیاردو ته لوړ شو.

سرچینې زیاته کړې، په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې د نړۍ نفوس ۴ میلیاردو ته رسېدلی و، خو دا دی ۴۸ کاله وروسته دا شمېره ۸ میلیارد کسانو ته لوړه شوه.

د نړۍوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، یوازې د نومبر په ۱۵مه (د دې خبر تر خپرېدو پورې) په ټوله نړۍ کې ۲۳۸ زره ماشومان زېږېدلي، په دې ورځ تر اوسه ۱۲۰ زره کسان مړه شوي او د نړۍ په نفوس کې ۱۱۸ زره کسان زیات شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال ۱۱۷ میلیونه ماشومان زېږېدلي، ۵۹ میلیونه کسان مړه شوي او د نړۍ په نفوس کې ۵۹ میلیونه زیاتوالی راغلی دی.

د وګړو شمېر کارپوهانو د دغه پړاويز اوښتون لپاره د نومبر ۱۵مه غوره کړې وه. سره له دې چې په کره ډول د دغه شمېر روښانېدا به يو يا دوه کاله نور وخت هم نيسي. کله چې خبره د وګړو شمېر له زياتېدو سره تړاو مومي، نړۍ يې د خپل تاريخ تر ټولو سره وېشلو وختونو کې ده.

د راپورونو له مخې، د راتلونکو يو ميليارد وګړو نيمايي به یې يوازې په اتو هېوادونو کې زېږي، په داسې حال کې چې ډېر نور یې له وړاندې د وګړو له کموالي سره مخ دي.

د نړۍ د وګړو شمېر مخ په ډېرېدو دی، خو په ځینو سیمو کې بیا خلک د وګړو د شمېر زیاتوالي پر ځای، د شمېر لږوالي اندېښمن کړي دي.

په بنګله‌دېش کې له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د کوچنیانو زېږولو شمېر، له شپږو، دوو ته راټیټ شوی دی او دلیل یې د نجونو زده‌کړې دي. بنګله‌دېش اوس یو لوی شمېر لوستی او ځوان کاري ځواک لري.

بلخوا، په بوسنیا هرزیګوینا هېواد کې په دوو دلیلونو د وګړو شمېر واردمخه کمېږي چې د ماشوم زېږولو د ښېرازۍ کمېدل او کډوالي یې مهم لاملونه بلل کېږي. په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به په بوسنیا کې د وګړو شمېر نیمایي شي.

دا حالت ښایي نورمال شي، ځکه د نړۍ د وګړو په شمېر کې زیاتوالی په راتلونکو ۶۰ کلونو کې ورو کېږي. ملګري ملتونه وایي، شونې ده چې تر ۲۰۸۰م کال به دا شمېره، تر ۱۰ ملیارد وګړو لوړه شي، خو د اوس لپاره د وګړو شمېر په ډېریدو دی.

د راپورونو له مخې، اوس هم چین چې یو اعشاریه ۴۳ میلیارد نفوس لري، د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی. ورپسې هند دی چې د وګړو شمېر یې ۱ اعشاریه ۴۲ میلیاردو ته رسېږي.

هغه هېوادونه چې د زوکړو لوړه کچه لري، د سړي سر عاید یې هم ټیټ دی. له همدې امله د نړۍ د نفوس وده د وخت په تېرېدو سره د نړۍ تر ټولو په بېوزلو هېوادونو کې متمرکزه ده چې ډېری یې د افریقا په صحرا کې دي. په دغو هېوادونو کې، د نفوس دوامداره ګړندۍ وده د دوامدارې پراختیا هدفونو (SDGs)  لاسته‌راوړنې مخه نیولی شي چې د خوشحاله او سوکاله راتلونکي پر لور د نړۍ ترټولو غوره لاره ګڼل کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په ۲۰۵۰ زېږدیز کال کې به د نفوسو زیاتوالی په اتو هېوادونو هندوستان، کانګو، مصر، ایتوپیا، نایجیریا، پاکستان، فلپین او تنزانیا کې وي؛ خو له هغې وروسته به د ماشومانو د زېږېدو کچه ټیټه شي.

سرچینې زیاته کړې چې اوسمهال په نړۍ کې نږدې ۵۳ سلنه نارینه او ۴۷ سلنه ښځې دي.

د افغانستان د نفوسو په اړه کره شمېره نشته؛ د احصایې ریاست یې ۳۶ میلیونه ښیي، خو ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو ادارو دا شمېره ۴۴ میلیونه ښودلې ده.

Views: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.