کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د فوټبال د ۱۴ کلونو ملي لوبډله د مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه نن ازبکستان ته یو د صفر پر وړاندې وبایلله.

د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د ازبکستان فوټبال لوبډلې نن افغانستان ته یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ایران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان لوبډلې ګډون لري چې د نومبر په ۱۱مه، پیل شوې او د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د مرکزي اسیا جام فوټبال سیالیو په لړ کې، افغانستان په تېرو دوو لوبو کې ایران او ترکمنستان ته ماتې ورکړې ده.

د یادونې ده، په دې سیالیو کې به د افغانستان لوبډله خپله څلورمه لوبه د تاجکستان پر وړاندې ترسره کړي.