په زابل کې د ۹۷ میلیون افغانیو په لګښت د «تورې بند» جوړولو چارې پيل شوې
د زابل په مرکز کلات کې د تورې بند جوړولو چارې نن (د تلې ۲۱مه) د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې.
د زابل په مرکز کلات کې د تورې بند جوړولو چارې نن (د تلې ۲۱مه) د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل شوې.
د جاپان د سولې او روغتيايي خدمتونو موسسه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د اوبو کانال جوړوي.
هلمند کې فابریکه لرونکي او نور وايي، له څو ورځو راهيسې د کجکي برېښنا پرې شوې چې له امله یې دوی زیانمن شوي دي.
د لغمان د عامې روغتيا ریاست وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې لس ټنه تاریختېر خوراکي توکي وسوځول شول.
د غور ولایت یو شمېر مالداران د ژمي په رارسېدو او د څارویو د وښو له کموالي اندېښمن دي او د مرستې غوښتنه کوي، خو چارواکي وايي، هڅه کوي د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت څاروي لرونکو ته واښه ووېشي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست او غازي نایب امینالله خان لوګري بنسټ له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالۍ کې د نایب امینالله خان لوګري په اړه علمي سیمینار جوړ شو.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو څلوېښت کلنه دښمني- چې له دواړو لورو په کې ۳۰ کسان وژل شوي وو- د مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب په دوستي بدله شوه.
د هرات د چاپېریالساتنې اداره په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه د اندېښني څرګندولو ترڅنګ وايي، د کلني اورښت کموالی او د ژورو څاګانو کیندلو له امله په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
د پژواک په ټویټر سپېس «تناظر» کې د کډوالۍ پر بحران او په نړۍ کې د افغان کډوالو پر ستونزو بحث وشو چې ګډونوالو د نورو هېوادونو په پرتله په ایران او پاکستان کې د کډوالو ستونزې ډېرې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې اوسنی سرپرست حکومت دې د خپلو اتباعو د حقونو دفاع وکړي او د خلکو کډوال کېدو عوامل دې له منځه یوسي.
د چاپان سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د نيمروز ځايي سرچينې پر ٢٠٠ سوالګرو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکوي او وايي چې هر يوه سوالګر ته به د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل کېږي.
په دایکنډي کې برک موسسې د «ابادۍ پروژې» په پیلېدو سره ۲۴۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د سرپل ولایت پولیسو د هغه ۱۰ کلن ماشوم د وژل کېدو خبر ورکړی چې پرون ماښام په سرپل ښار کې نادرکه شوی و.
د خوست د ځاځيميدان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې حکومت دې د دې ولسوالۍ او خوست ښار ترمنځ لار او پلچکونه - چې وروستیو سېلابونو تخریب کړي - ورغوي.
د افغانستان د فواید عامې وزارت او یوه ترکي ساختماني شرکت ګډ پلاوی د کابل - کندهار او سالنګ لويو لارو له ويجاړ شوو پلونو ليدنه کوي او له تخنیکي سروې وروسته به یې د بیارغونې چارې پیل شي.
بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه، اوکراین یې د اجنډا مهمه برخه ده، خو پر افغانستان خبرې نه کېږي. د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو مطبوعاتي دفتر…
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له سعودي سره له دې امله پر خپلو اړیکو له سره کتنه کوي چې د دغه هېواد په مشرۍ د تېلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د تېلو تولید کمولو…
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي چې افغانستان د سیمهییز پیوستون د څلورلارې حیثیت لري، د همدې لپاره سیمهییزه همکاري د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یو له مهمو محورونو…
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا له لوري د اسلامي امارت په ځینو مشرانو د ویزو بندیزونه لګول د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي.
د نورستان او پروان چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې د کولرا له امله اته کسان مړه او لسګونه نور پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
د ریاست الوزراء مرستیال وایي، په ټول توان سره په هېواد کې د اساسي پروژو د پلې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي او له ګاونډيو هېوادونو یې وغوښتل چې د دې پروژو ملاتړ وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، یو شمېر پاکستاني پانګهوالو په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا توليد په برخه کې د پانګهونې لېوالتيا ښودلې ده.
د سیمهيیزو همکاریو پیاوړتیا، د سولې، امنیت او ثبات په موخه په اسیا کې د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمه نړۍواله غونډه نن (چهارشنبه) په قزاقستان کې پیل شوه.
د تخار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې، تاریخي ابداتو او لرغونو ساحو ته د یوه سفر په ترڅ کې وویل چې ډېری تاریخي ابدات او لرغونې ساحې د له منځه تلو په حال کې دي.