ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېلو تولید کمول؛ د امریکا او سعودي اړیکې ترینګلې شوې دي

د تېلو تولید کمول؛ د امریکا او سعودي اړیکې ترینګلې شوې دي

author avatar
13 Oct 2022 - 01:08
د تېلو تولید کمول؛ د امریکا او سعودي اړیکې ترینګلې شوې دي
author avatar
13 Oct 2022 - 01:08

اټلانټا (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۱): د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له سعودي سره له دې امله پر خپلو اړیکو له سره کتنه کوي چې د دغه هېواد په مشرۍ د تېلو صادروونکو هېوادونو (اوپېک پلس) د تېلو تولید کمولو پرېکړه کړې ده.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پېیر ویلي، ولسمشر بایډن له سعودي سره “د متفاوتو اړیکو” پر درلودو باور لري او اوسمهال پر دغو اړیکو له سره غور کېږي.

هغې زیاته کړې: “موږ باور لرو چي د اوپیک پلس د تېرې اونۍ پرېکړې له مخې، دوی یقیناُ ځانونه د روسیې لور ته کاږي.”

د نوموړي په وینا، دا له روسیې سره د یو ځای کېدو وخت نه دی؛ په ځانګړي توګه له دې وحشیانه او بېساري جګړې سره چې په اوکراین کې یې پیل کړې ده.

ذ راپور له مخې، دا به ولیدل شي چې بایډن تر کومه بریده غواړي په منځني ختیځ کې خپل پېچلي مګر مهم متحد ته نارضایتي څرګنده کړي.

واک ته د رسېدو پر مهال ولسمشر بایډن ژمنه کړې وه چې پر سعودي باندې د بشري حقونو سرغړونو تورونو له امله به له دغه هېواد سره د امریکا اړیکې له سره تنظیم کړي، خو بیا یې د دغه کال په پیل کې ریاض ته سفر وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویانده وایي، له سعودي سره پر اړیکو د غور لپاره مهالوېش نه دی مشخص شوی او نه هم سپینې ماڼۍ د دغه کار لپاره تر اوسه کوم سلاکار ګومارلی دی.

د اوپیک پلس هېوادونو ټولنې چې روسیه او سعودي هم په کې شامل دي، تېره اونۍ اعلان وکړ چې د تېلو په ورځني تولید کې دوه میلیون بیرل کموالی راولي چې دا به د تېلو بیو په لوړېدو کې مرسته وکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته به د دې توان ورکړي چې پر اوکراین د یرغل مالي اړتیاوې پوره کړي.

د امریکا د کانکرس ډیموکرات غړو له له عربستان سره د همکاریو پر درولو ټینګار کړی دی.

Visits: 289

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.