ژبه

کابل ښار کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړل
ارشیف

کابل (پژواک ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په يوه سيمه کې د ماين په چاودنه کې دوه تنه ژوبل شوي دي.

د دې وزارت مرستيال وياند انجنیر عزام وویل چې دغه پېښه نن ماښام مهال د ښوونې او روزنې پوهنتون سره نږدې له عمومي سړک سره په خوا کې د يوې ونې ترڅنګ د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يواځې دوه عام لارويان برسېرن ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، پېښه تر څېړنو لاندې ده.

ورته موضوع