ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې غلو د یوې کورنۍ یو غړی وژلی او بل ټپي کړی دی

پلخمري کې غلو د یوې کورنۍ یو غړی وژلی او بل ټپي کړی دی

author avatar
1 Jan 2022 - 11:37
پلخمري کې غلو د یوې کورنۍ یو غړی وژلی او بل ټپي کړی دی
author avatar
1 Jan 2022 - 11:37

پلخمري (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): د بغلان چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې وسله والو غلو د یوې کورنۍ یو غړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

پېښه تېره شپه د پلخمري ښار په کپرک سیمه کې شوې ده.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه یوه ډله وسله وال غله د پلخمري په کپرک سیمه کې یوه کور ته ور اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، د کورنۍ غړو هڅه کړې چې د غلو مخه ونیسي خو هغوی ورباندې ډزې کړې چې په پایله کې یې د دغې کورنۍ دوه غړي په مرمیو لګېدلي دي.

هاشمي وايي، په دغې پېښه کې د قاري شفیق په نوم یو کس وژل شوی او یوه نجلۍ ټپې شوې ده.

د ده په خبره، امنیتي ارګانونو د غلو د پېژندلو او نیولو هڅې پيل کړې دي.

د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ پژواک اژانس ته وویل، ملکي روغتون ته یو مړی او یوه ټپي نجلۍ راوړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، د نجلۍ ټپونه ژور و او روغتیايي وضعیت یې ښه نه وي چې له همدې امله نن سهار د غوره درملنې لپاره کابل ته یووړل شوه.

ده یادونه وکړه چې روغتون ته یو بل جسد هم ور وړل شوی چې په ترافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، مړ شوی کس د اندراب اوسېدونکی دی.

د یادونې ده چې دوه اوونۍ وړاندې په پلخمري کې د غلو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې یو وسله وال غل وژل شوی و او بل ټپي شوی و.

په دې وروستیو کې په بغلان کې د وسله والو غلاوو او وژنو پېښې ډېرې شوې چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

 

Visits: 186

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.