ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

بدخشان کې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

author avatar
1 Jan 2022 - 16:28
بدخشان کې زرګونو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
author avatar
1 Jan 2022 - 16:28

فیض‌اباد (پژواک، ۱۱مرغومی ۱۴۰۰): «د ښوونې او روزنې لپاره نړیوال مشارکت» پروژې د بدخشان ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۱۳زره ماشومانو ته په سیمه ییزو ټولګیو کې د زده کړو زمینه برابره کړې چې دغه بهیر د ۵۰۸ ښوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د ناروې د ښوونیزې کمېټې مسوول استاد فقیر محمد پژواک ته وویل چې «د ښوونې او روزنې لپاره نړیوال مشارکت» پروژې چې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ سازمان (یونیسف) لخوا تمویلېږي او د ناروې کمېټه یې بدخشان کې د پوهنې ریاست په همکاري تطبیق کوي.

د هغه په خبره، د دې پروګرام په اساس په جرم، وردوج، درایم، کوهستان، راغستان، یاوان و یفتل پایان ولسوالیو کې ۱۳۰۰ هغو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې چې تر اوسه ښوونځي کې نه دي شامل شوي.

نوموړي روښانه کړه چې یادو زده کوونکو ته د ۵۰۸ ښوونکو له خوا به سیمه ییزو ټولګیو کې تدریس کېږي.

هغه وویل چې پر دې سربېره یې په ۱۲۵ ښوونځیو کې ۶۲۵۰۰ هغو زده کوونکو ته چې د سیاسي بدلونونو له کرونا ویروس د خپرېدو له امله له زده کړو وروسته پاتې شوي، د وو میاشتو لپاره تقویتي کورسونه جوړ کړي دي.

هغه وايي: ((تر ۶۵۰ ډېرو هغه ښوونکو ته چې په یادو دوو برخو کې د ناروې کمېټې له خوا جذبېږي د ۱۴ ورځو لپاره د میتودولوژۍ، شاګرد محورۍ، ښوونځيو کې د درسي موادو د برابرولو، روغتیايي قراردادونو، د طبیعي خطرونو کمېدو او د لومړنیو مرستو په اړه د مجربو ترینرانو له خوا تدریس کېږي چې د بدخشان ولایت ټولنه کې چې د سختو مواصلاتي لارو له مخه تل ورته زیان ورسېدلی ګټور واقع شوی دی.))

هغه تر ۶۵۰ د ډېرو ښوونکو د جذب د څرنګوالي په اړه وايي چې یاد ښوونکي ولسوالیو کې د پوهنې ریاست په همږۍ د ازادې سیالۍ له لارې جذب شوي او کلیو کې د سیمه ییزو ټولګیو لپاره زده کوونکي هم د هغه شرایطو په اساس جذب شوي چې هر ماشوم باید له ښوونځي ۵ کیلومتره او هره نجلۍ درې کیلومتره واټن ولري، دغه راز عمر یې باید له شپږ کلونو ډېر نه وي.

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.