ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا او اروزګان پر اوسېدونکو مرستې ووېشل شوې

د پکتيکا او اروزګان پر اوسېدونکو مرستې ووېشل شوې

ښرنه-ترينکوټ (پژواک، ١٢ مرغومى ١٤٠٠): په پکتيکا کې له زرګونو کورنيو سره د خوراکي توکو او په اروزګان کې له شاوخوا ١٥٠ کورنيو سره د نغدي پیسو مرستې وشوې.

د پکتيکا د کرنې او مالدارۍ ريیس مولوي شکيب وويل، حکومت ترڅو خيره بنسټونه او موسسې وهڅوي چې د دغه ولايت له اوسېدونکو سره مرستې وکړي.

د نوموړي په وينا، نن د مرکز ښرنې، يوسف خېل، يحيى خېل، جاني خېل او اورګون ولسواليو له ٧٧٠٠ کورنيو سره د خوراک نړيوال سازمان او او، ار، ډي موسسې له خوا د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.

ده وويل چې په دغو مرستو کې غوړي، اوړه او مالګه شامل دي چې تر يوه وخته به د دغو بې وزلو کورنيو ستونزې پرې هوارې شي.

د يوسف خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي نور ولي پژواک ته وويل چې د نورو ولايتونو په څېر په دغه ولايت کې هم وچکالۍ او جګړو خلک ځپلي دي.

دى وايي: ((دغه نننۍ مرستې به تر يوه وخته زموږ مشکلات حل کړي، خو دا مرستې اساسي لار نه ده موږ ته بايد د کار وبار زمينه برابره شي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د اروزګان د مرکز ترینکوټ د کمربندي سیمو پر اوسېدونکو نغدي مرستې ووېشل شوې.

دا مرستې چې د Cardaid او EMR موسسو له خوا تر سره شوې، هرې کورنۍ ته ١٨٧٠٠ افغانۍ ورکول شوې دي.

د Cardiad موسسې مسوول شریف الله راحل وایي، ددغو کورنیو سروې يوه میاشت وړاندې د يوه ګډ ټیم له خوا ترسره شوې ده.

راحل وایي، دا ۱۴۳ کورنۍ له کلونو راهيسې يې د جګړو په کمربندي سیمو کې ژوند کاوه او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، دغه مرستې دا ځل یوازې په مرکز ترینکوټ کې وېشل شوي، خو دا لړۍ به ولسوالیو ته هم غځول کيږي.

يوه مرسته اخيستونکي کریم الله وويل چې کلى یې څلور کاله د جګړې ډګر پاتې شوی او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په وینا یې، د تېرو جګړو پر مهال یې هرڅه له لاسه ورکړي او اوس ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې پر بې وزلو او جګړه ځپلو کورنيو د مرستو د وېشلو لړۍ پيل شوې ده.

Visits: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.