ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: مزارشريف کې د غلاوو او تښتونو پېښې کمې شوې دي

خلک: مزارشريف کې د غلاوو او تښتونو پېښې کمې شوې دي

author avatar
2 Jan 2022 - 15:47
خلک: مزارشريف کې د غلاوو او تښتونو پېښې کمې شوې دي
author avatar
2 Jan 2022 - 15:47

مزارشريف (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۰): د بلخ د مرکز مزارشريف اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د يوې نيمې میاشتې مخکې په پرتله اوس د غلاوو او تښتونو پېښې کمې شوې دي.

دوی زياتوي چې د امنيتي ځواکونو له خوا د انسان تښتوونکو او غلو د څو بانډونو له نيولو وروسته ناقانونه کړنې هم کمې شوې دي.

له دې سره د بلخ امنيه قوماندني وايي چې په وروستيو اوونيو کې يې لسګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

صفت الله د مزارشريف ښار په منډوي کې د خوراکي توکو پلورنځی لري.

هغه پژواک ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهیسې يې د غلا او يا هم د تښتونې کومه پېښه نه ليدلې او نه يې هم اورېدلې ده.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي چې نږدې دوه مياشتې وړاندې به هره ورځ څو قضيې کېدلې او خلک به زيانمن کېدل.

نوموړي وويل: (( د ښار په هره برخه کې به چې غلا يا اختطاف وشو نو موږ به خبرېدو، ځکه د ښار د هرې برخې اوسېدونکي دلته دوکانونه لري؛ خو له يوې مياشتې ډېر وخت وشو چې د خدای په فضل پېښې بېخي کمې شوې دي.))

د هغه په خبره، د ښار په ډېری واټونو کې د امنيتي ځواکونو چيک پاینټونه فعال دي او فکر کوي چې په همدې خاطر به جرايم کم شوي وي.

د مزارشريف اوسېدونکې زرمينه هم وايي چې وضعيت ښه شوی او جنايي پېښې کمې شوې دي.

هغې پژواک ته وويل چې پخوا به يې له کوره تر بازاره پورې ټیلېفون او ډېرې پيسې د غلو له وېرې نه شوای وړلی؛ خو په وينا يې چې اوس دغه ستونزه حل شوې او د پخوا په څېر د وېرې احساس نه کوي.

خو هغه وايي چې لا هم کافي نه ده، بلکې امنيتي ځواکونه دې نوره هڅه هم وکړي څو جرايم بلکل د صفر کچې ته راولي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی زياتوي چې له نيول کېدونکو مجرمينو سره بايد له قانون سره سم جدي چلند وشي؛ څو په راتلونکي کې څوک د غلاوو، وژنو او تښتونو هڅه و نه کړي.

په بلخ کې د ټولنيزو چارو يو فعال ډاکټر غلام رسول ملکزی هم وايي چې په وروستيو څو اوونيو کې د مزارشريف وضعيت کې له امنيتي اړخه مثبت تغيرات راغلي دي.

د هغه په وينا، ښاريان د شپې او ورځې له خوا په ازادانه ډول تګ راتګ کولی شي.

نوموړي وويل: ((څو مياشتې مخکې بېخي وضعيت خراب وو، حتی سهار وختي او ماخوستن به څوک جومات ته د لمانځه لپاره هم نه شول تللی، د ښار مارکېټونه، مهم او ستر دوکانونه به د مازيګر له اذان سره بندېدل، ځکه د غلاوو وېره وه؛ خو اوس تر نيمو شپو پورې هم دوکانونه پرانيستي وي.))

د ملکزي په وينا، د بلخ امنيتي ارګانونه بايد نور په دې برخه کې خپل فعاليتونه منسجم او چټک کړي څو د شته څه نا څه ستونزو مخه هم ونيول شي.

هغه زياتوي چې د جنايت کوونکو پر وړاندې د جدي اقداماتو تر څنګ که حکومت او اړونده ادارې خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي؛ نو تر ډېره پورې به د خلکو ستونزې حل شي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قومانداني هم وايي چې په دغه ولايت او په ځانګړي ډول مزارشريف ښار کې د تښتونې، غلاوو او وژنو پېښې صفر کچې ته نږدې شوې دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر مولوي عبدالحی عابد وايي چې په تېرو څه باندې درې اوونيو کې مزارشريف ښار کې له څلوېښتو ډېر مجرمين نيول شوي دي.

د هغه په خبره، د جنايت کوونکو پر وړاندې عمليات يې جريان لري او اجازه به ور نه کړي چې عام خلک له ستونزو سره مخ شي.

د امنيت آمر په خبره، د جرايمو کچه صفر ته نږدې شوې او ډاډ يې ورکړ چې په راتلونکو ورځو او اوونيو کې به د جنايي جرمونو کچه صفر کړي.

هغه له خلکو هم غواړي چې له حکومتي ځواکونو سره همکاري وکړي څو په بېړنۍ توګه د پېښو او جرايمو مخنيوی وشي.

عابد زياتوي چې د دوی د راتګ په لومړیو ورځو کې په ښار کې جرمونه او د خلکو شکايتونه زيات وو؛ خو اوس وضعيت بدل شوی او خلک د امنيتي بنسټونو له کړنو خوښ دي.

د بلخ دغه امنيتي چارواکی وايي چې مجرمين له نيول کېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

Visits: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.