ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د نارينه او ښځې لپاره د فرض حجاب حد همغه دی، چې حج کوونکي پرې مکلف شوي

حکمتیار: د نارينه او ښځې لپاره د فرض حجاب حد همغه دی، چې حج کوونکي پرې مکلف شوي

author avatar
6 Jan 2022 - 16:41
حکمتیار: د نارينه او ښځې لپاره د فرض حجاب حد همغه دی، چې حج کوونکي پرې مکلف شوي
author avatar
6 Jan 2022 - 16:41

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د حزب اسلامي مشر وایي، د نارينه او ښځې لپاره د فرض حجاب حد همغه دی، کوم چې په حج کې حج کوونکی پرې مکلف شوی، تر هغه زيات حجاب کول په مستحباتو کې راځي.

د حزب اسلامي افغانستان امیر ګلبدین حکمتیار نن کابل کې یو شمېر نارینه او ښځینه وو ته د «د سلفي شم که مذهبي پاتې شم؟» تر عنوان لاندې خپله نهمه درسي مُحاضَره وړاندې کړه.

هغه په دغې ناسته کې د «حجاب او شرعي لباس» په اړه وويل، هر هغه مسلمان چې غواړي د ژوند په ټولو برخو کې د شريعت له غوښتنو سره سم عمل وکړي، هغه ته دا پوښتنه حتماً را ولاړېږي چې د نارينه او ښځينه شرعي لباس په اړه د اسلام حکم څه دی؟ د نارينه او ښځينه لباس به څنګه او څه ډول وي؟ آيا د حج په دوران کې اغوستونکی لباس کافي دی؟ او که نه؛ کمی- زياتی په کې کولای شو؟ او آيا له حج پرته په نورو حالاتو کې همدومره جامه کافي ده؟

ده، همدې پوښتنو ته د ځواب په توګه د سورة النور ۳۰-۳۱ نمبر آيتونو تفسير ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغو دواړو آيتونو کې له دقت وروسته ویلای شي چې که مخ په حجاب کې شامل وای، نو په دېرشم آيت کې به د سترګو ښکته کولو حکم نه کېده، ځکه دا حکم يوازې په هغه صورت کې وارد دی چې مخ لوڅ وي.

هغه زیاتوي:«د سترګو ښکته کول غوره عمل او د ګناه د مخنیوي وسيله ده. ښځو ته کتل خو پرېږده؛ حتیّٰ له زنا مخکې ټول ناروا کارونه په صغيره ګناهونو کې راځي.»

حکمتیار وایي، د ښځو لپاره هم نظر ښکته ساتل همغه حکم لري، لکه د نارينه وو لپاره چې کوم حکم دی، په دې دواړو کې د تفکيک خبره د يادو آيتونو د روحيې خلاف ده.

د حزب اسلامي مشر زیاتوي:« له «وَلاَ يُبْدِيْنَ زِيْنَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهاَ» نه مراد ګاڼه ده، ځکه د آيت په وروستۍ برخه کې «وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِيْنَ مِنْ زِيْنَتِهِنَّ» په ډېر صراحت همدا مطلب توضيح شوی، په مخکني کې «مَا ظَهَرَ» او په دې کې «مَا يُخْفِيْنَ مِنْ زِيْنَتِهِنَّ» ويل شوي. په ځمکه د پښو په کلکو وهلو سره د ګاڼې غږ اورېدل کېږي، د نامحرم توجه جلبوي، که دلته زينت له ګاڼې پرته په بله معنیٰ نه شو اخيستلی په مخکنيو حالتونو کې يې هم په بله معنیٰ اخيستل بې دليله إدعا ده. »

ده زیاته کړه چې له پورتنيو مواردو دا په ډاګه څرګندېږي چې له زينت مراد د ګاڼې پټول مراد دي، هغه چې ښځه يې د سينګار لپاره په غاړه، لاسونو او پښو کې کاروي، نه د ښځې مخ او جامه.

هغه وویل چې د مخ پټول په هغه صورت کې فرض ګڼل کیږي چې د پټولو په اړه يې د نص الفاظ صراحت ولري.

حکمتیار زیاته کړه: «دوهم: که أحياناً مخ پټول فرض وای، د حج په دوران کې به ښځې د يوه فرض په ترک کولو نه مکلف کېدې. هغوی چې حج ته د إستثنایي حالت نوم ورکوي، تېروتنه کوي، په حقيقت کې حج معياري حالت دی، څه چې په حج کې جائز وي، په بل وخت کې په أولیٰ درجه جائز دي.»

د ده په وینا، که ډېره غلو وشي، نو دومره بايد وويل شي چې مخ پټول مستحب دي، نه دا چې فرض او واجب وګڼل شي، هغه هم محيط ته په پام سره…

دی وایي چې د نارينه او ښځې لپاره د فرض حجاب حد همغه دی، کوم چې په حج کې حج کوونکی پرې مکلف شوی، تر هغه زيات حجاب کول په مستحباتو کې راځي.

حکمتيار، په هغو روايتونو هم تفصيلي رڼا واچوله چې إمام بخاري رحمه الله د يادې موضوع اړوند په خپل کتاب کې په مختلفو عبارتونو او شمېرو سره راوړي او زياته يې کړه:« که څه هم ځينې يې مختصر او ځينې يې بيا جامع دي، خو البته؛ يوه خبره شته چې په دې اړه ټول روايتونه د مفهوم او معنیٰ په لحاظ سره ورته، او تر ټولو جامع او تفصيلي روايت يې بيا ۱۸۳۸ نمبر روايت دی چې په هغه کې د ښځو په اړه هم لارښوونه شوې.»

 

Visits: 218

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.