ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا پېژندنې اداره: نن او سبا په نهو ولايتونو کې د سيلابونو راوتو احتمال شته

د هوا پېژندنې اداره: نن او سبا په نهو ولايتونو کې د سيلابونو راوتو احتمال شته

author avatar
7 Jan 2022 - 13:54
د هوا پېژندنې اداره: نن او سبا په نهو ولايتونو کې د سيلابونو راوتو احتمال شته
author avatar
7 Jan 2022 - 13:54

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۰): د هواپېژندنې اداره وايي نن او سبا به د هېواد په نهو ولايتونو کې د واورې او باران اورېدو او د سيلابونو د راوتلو احتمال شته.

د افغانستان د هواپیژندنې ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی چې نن او سبا (د مرغومې 17مه او 18مه) په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، نورستان، کونړ او بدخشان کې د زياتې واورې او باران احتمال شته.

سرچېنې لیکلي چې په یادو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو امکان هم شته.

د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې او په بېلابېلو سیمو کې د واورې اندازه هم له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له په وروستیو ورځو کې نژدې د هېواد په ټولو ولايتونو کې، د پرله پسې واورې او باران د اورېدو له امله، په ځينو سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د راپورونو له مخې درې ورځې مخکې د شوې واورې او بارانونو له امله ۱۱ تنه مړه او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

Visits: 56

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.